داحساس خیریه ټولنې ختیځ زون کې، داسلامي طبي ټولنې په همکارۍ د جمعې په ورځ د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې په ياغي بند سيمه کې د کوچنيانو او داخله ناروغانو وړيا روغتيايي کمپ ترسره کړو.
په دې کمپ کی د ۱۵۰۰ مريضانو تداوي وشوه، او مستحقو کسانو ته وړيا دارو درمل ورکړل شو.
احساس خیریه ټولنه په ټول هېواد کې په مختلفو برخو کې افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
چې په دې کې تعليم، د يتيمانوکفالت، دبیځايه شویو کورنيو سره مرسته، او د طبيعي پېښو ځپل شویو خلکو سره عاجلې مرستې شاملې دي.
دا ټولنه دمحسنو او متدينو افغانانو په مرسته خپل خدمتونه ټولنې ته وړاندې کوي.