نن د سه شنبې په ورځ د خوست د جمعیت اصلاح ولایتی مسؤل محترم دکتور محمد قیوم شاه په مشري درؤفي د روغتیایي زده کړو د انستیتوت نه کتنه وکړه او د دې انستیتیوت تدریسي مرستیال قدرمن سید سلمان (رؤفي) یي د علمي او اصلاحي کړنو چې ددې انستیتیوت محصلانو ته یي ورکړي په یوه معنوي ستاینلیک اوتقدیر نامه ونازوه نوموړی وفد د انستیتیوت تدریسي خونې او ازمایشي لابراتوارونو نه هم کتنه وکړه کوم چه زمونږ د ځوانو وروڼو اوخویندو د مسلکی روزنې د پاره په خورا عصري او مجهزه توګه جوړ شوی وو.
هیئت د انستیتوت دکتابخانې د پاره دوه سیټه کتابونه هم د دې انستیتوت دکتابخانې دپاره روفي صیب او مدیر صیب سیف الله ننګین ته ډالۍ کړل چه په کوروداني ومنل شول د نوموړی وفد له خوا دروفي انستیتوت چاپیریال علمي اصلاحی او زمونږ د هیواد د بچیانو د سالمې روزنې د پاره په خورا ښه توګه ارزیابي شو چه په پای کی دنوموړي انستیتوت د دارې له خوا وعده وشوه چه د جمعیت اصلاح او نجم له خوا دمعرفی شویو محصلانو دپاره به په فیس کی ۴۰ فیصده تخفیف ورکول کیږئ.