الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد:
د جمعیت اصلاح افغانستان مرکزي شورا د ۱۳۹۷ ھ ل کال دوهمه نوبتي ناسته، د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه د منتخبو غړو په ګډون د دکتور محمد عاطف تر مشرۍ لاندې د حمل میاشتې په لومړۍ او دویمه ورځ په کابل کې ترسره شوه.
شورا د هیواد په کچه د جمعیت اصلاح د تیر کال د برنامو او فعالیتونو د تفصیلي ارزونې تر څنګ، د هیواد او نړۍ د پیښو او وضعیت په اړه د رايو په اتفاق لاندې پرېکړې صادرې کړې:
1- جمعیت اصلاح د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې د مسکو غونډې د اعلامیې په رڼا کې د جګړې د پای او د ولس د هوساینې په پار، د سولې د روانو خبرو اترو ملاتړ کوي او د سولې اړوند د خپلې اوږدمهاله ولس محوره طرحې سره سم پدې برخه کې ممکنو هڅو ته دوام ورکوي.
2- جمعیت اصلاح د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د حکومت او نړیوالو ځواکونو له لوري په ملکي وګړو د ړندو بمباریو د غندلو سربیره، پدې اړه دحکومت چوپتیا د ژورې اندیښنې وړ بولي او یو ځل بیا په حکومت او نړیوالو مرستندویانو یې غږ کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وشمیري.
3- جمعیت اصلاح د نیوزیلانډ هیواد په دوو مسجدونو کې د تیرې جمعې ورځې د لمانځه په مهال په لمونځ کوونکو ظالمانه ترهګریز برید، چې ۵۰ مسلمانان پکې شهیدان شول، په کلکه غندي او دا او ورته بریدونه د نړیوالې سولې په زیان بولي. جمعیت اصلاح ټولو وګړو، جهتونو او حکومتونو ته ټینګار کوي چې د نړۍ پدې حساسو شرایطو کې د کرکې او تاوتریخوالي خورولو په ځای د سولې او ګډ ژوند ارزښتونو ته درناوی وکړي. همدارنګه د نړۍ له مسلمانانو غواړي چې د صبر او تحمل له لارې لدې آزموینې بریالي راووځي او له دې ازميښتونو څخه د مسلمانانو د صف او کلمې د یووالي لپاره ښه ګټه واخلي. جمعیت اصلاح د نیوزیلانډ هیواد له مسلمانو لږکیو سره د یاد هیواد د مشرتابه او خلکو د بې ساري همدردۍ قدر کوي او هیله لري د نړۍ نور مشران په ورته پیښو کې همداسې چلند اختيار کړي.
په هیواد او نړۍ کې د تل پاتې سولې په هیله!
کابل
د حمل ۲مه، ۱۳۹۸ هـ ل کال