دوشنبه ۲۰/۱۲/۱۳۹۷ نیټه دخوست ولایت په ستر جامع مرکزي مسجد کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالي تر سره شوه چې د جمعیت اصلاح افغانستان د خوست ولایتي ادارې له خوا ترتیب شوې وه او د سلګونو خوست میشتو ځوانانو څخه پکې ازموینه واخیستل شوه.
چې د دغې سیالۍ دنتایجو اعلان او د سیرت پوهنې په پلمه به شانداره غونډه انشاءالله راتلونکې دوشنبه د حوت په ۲۸مه نیټه دخوست په ستر جامع مسجد کې جو ړیږي، او هر څوک کولای شي ګډون پکې وکړي.