د اصلاح ميډيا ګروپ کلنی سيمينار چې د جدي مياشتې په شپږ او اووم تاريخ کابل کې په لار اچول شوی و د مهمو علمي بحثونو او مناقشو څخه وروسته د جمعې په ورځ مازيګر پای ته ورسېد
ياد سیمينار کې د ټول افغانستان څخه د اصلاح ميډيا ګروپ لسګونو غړيو او همکارانو ګډون کړی و
د سیمينار په پيل کې د جمعيت اصلاح د رسنيو او فرهنګي بخش مسؤول استاد نصیراحمد نويدي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او د سيمينار په اړه یې لنډ وضاحت ورکړ
ورپسې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس دکتور محمد عاطف د افغانستان د رسنيو د وضعيت، د متعهدو رسنيو مسؤوليت او د رسنيو د کارکوونکو وظایفو ته لنډه اشاره وکړه او هغوی یې په دې سنګر کې لا زيات کار او ژمنتيا ته وهڅول
د سيمينار لومړۍ برخه د دوه مهمو بحثونو (د نړۍ مشهورې رسنۍ څه ډول کار کوي؟ او چاپي رسنۍ په کوم حالت کې قرار لري) پيل شوه.
د نړۍ مشهورې رسنۍ څه ډول کار کوی؟ په دې اړه د رسنيو فعال او د نجم مجلې پخواني مسؤول انجينر روح الله ساحل خپل چمتو کړی بحث وړاندې کړی چې د نمونې په توګه یې د نړۍ د مشهورې ورځپاڼې ټايمز د کار پيل، پراختیا، د هغوی د پرمختګ دلايل، اهميت، د نړۍ سياستونو کې د هغوی رول، د شخصياتو په مطرح کولو کې د ټايمز ورځپاڼې مخکښتوب او… خبرې وکړې.
ورپسې د هرات پوهنتون استاد او د جمعیت اصلاح د غرب زون فرهنګي مسؤول قدرت الله رحمتي په افغانستان کې او په ځانګړې توګه د جمعيت اصلاح د چاپي رسنيو په اړه بحث وکړ، نوموړي په افغانستان کې دچاپي رسنيو اهميت، په نړۍ او افغانستان کې د هغوی ارزښت او اوسنی رکودي حالت او له دې حالته د راوتلو په مهمو موضوعاتو رڼا واچوله او تر ټولو ستر لامل یې د چاپي رسنيو سره د خلکو بې رغبتي وښوده.
د سيمينار دا برخه د هرات د پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي د رئيس دکتور نجيب الرحمن حديد له لوري ارزيابي او بيا یې د رسنيو د اهميت، په رسنيو کې اولويتونه او په رسنيزو سياستونو له لنډ بحث وروسته دا بحث پای ته ورساوه.
د سيمينار دوه يمه برخه د هلال (نوې جوړېدونکي تلويزيون) په اړه وه، چې ددې تلويزيون د اهدافو، په اړه یې د شويو اقداماتو او د تلویزيون د اغېز او اهميت په اړه ددې تلويزيون د مسؤول مدیر سيدعبدالرحيم رحماني له لوري بشپړ معلومات وړاندې کړی شول.
د سيمينار د بلې برخې مهم موضوعات په محلي ادبياتو کې د اسلامي فکر نقش، د اسلامي فکر اړوندو کتابونو ژباړه کې ولې سکتګي رامنځ ته شوې؟ او تحقيق څنګه وکړو بله موضوع وه چې وړاندې شوه.
په محلي ادبیاتو کې د اسلامي فکر په اړه ډاکټر وحیدالله مصلح تفصيلي وينا وکړه، د افغانستان په ادبیاتو کې اسلامي فکر څه وخت را پيدا شوه، څنګه یې رشد وکړ؟ په وړاندې يې څه ډول مقاومت وښودل شو؟ له کومو سختيو تېر شو، په افغانستان کې د اسلامي فکر ادبياتو کې تر ټولو ډېر کار څه وخت او چا وکړ او اسلامي فکرد افغانستان په ادبياتو کې څنګه تولیدولی شو، چې دا ټول موضوعات د ویناوال له لوري په تفصيلي ډول و څېړل شول.
ژباړه او تاليف مهم کارونه دي چې په رسنيو کې یې همېشه رغنده رول لرلی دی، دا موضوع د لسګونو کتابونو د ژباړن استاد عبدالبصیر مؤمن حکيمي له خوا وړاندې شوه، نوموړي د اسلامي فکر د کتابونو د ژباړې د هغه د رشد او اوس رامنځ ته شويو ستونزو په اړه تفصيلي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د دې بحث بل ويناوال د علومو اکاډمۍ غړی استاد رحيم الله حریفال و چې د تحقيق د اهميت، په وړاندې يې د پرتو ستونزو او د هغه سره د مبارزې او د تحقيق د رایج کولو په اړه بحث وکړ.
د سیمينار دا برخه د سلام پوهنتون د رئيس دکتور مصباح الله له لوري د ارزونې او ټولو موضوعاتو په اړه له لنډ بحث وروسته پای ته ورسېده
د سيمينار يوه مهمه د په ټولنيزو رسنيو کې د مؤثر فعاليت کړنلاره وه، چې د رسنيو فعال او ليکوال محمد مصطفی نويد له لورې يې په اړه تفصيلي وينا وشوه، نوموړي په خپلو خبرو کې په ټولنيزو رسنيو کې اخلاقي ارزښتونو ته په ژمنتيا، ملي او اسلامي پولې په نظر کې ساتلو باندې ټينګار وکړ او همدا ډول یې روښانه کړه چې له دې عامه وسيلې څنګه ګولی شو په درسته توګه استفاده وکړو.
په دې بحث کې د ټولنيزو رسنيو فعال او د پوهنتون استاد کامران ملک هم د ټولنيزو رسنيو په اهميت خبره وکړه او د ټولنيزو رسنيو له لورې د پيغام خپاروی او په افغانستان کې د تر ټولو فعالو ټولنيزو رسنيو په اړه یې معلومات او د هغوی د کاميابۍ لارې چارې تشریح کړې.
ددې سيمينار بل ويناوال شيخ القرآن مولانا عبدالسلام عابد و چې د رسنيو تاريخي اهميت، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې يې نقش او د رسنيو د سنګر ساتونکو ته یې لنډه وينا وکړه او ټول ګډونوال یې خپل دې ستر رسالت او مسؤولیت ته متوجه کړل.
سيمينار د استاد نصیراحمد نويدي له لوري د اصلاح ميډيا ګروپ د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په اړه له لنډ وضاحت او ګډونوالو سره له شریکولو وروسته پای ته ورسېد.