نن د لغمان مرکز کی د سراج کلا تاریخي بڼ د لغمان جمعیت اصلاح څانګی په هڅه د هیواد د ازادی او اسلام د ریښتینو پاسدارانو او علمبردارانو د 41 کالیزی په مناسبت د یوی پرتمیني غونډی شاهد و!
د غوندی پیل د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت وشو!
ورپسی قاضي احسان الله دعوتیار هر اړخیزه وینا وکړه او د خبرو په تسلسل کی یی جهادي تنظیمونه د اسلامي نهضت د مخکښو شهیدانو د قدرونی په برخه کی ګرم او ملامت وګڼل!
ورپسی استاذ سعد د لغمان په تیر تاریخ رڼا واچوله او زیاته یی کړه چی لغمان له یری پخوا زمانی څخه د اسلامپالو کور پاتی شوی…او د لغمان د شهیدانو د یادونو په اړه یی د خپلو لیکلو اثارو د چاپ کیدو زیری هم.وذکړ!
ورپسی د هیواد جید عالم پوهنوال مولوی محمدشریف رحماني هر اړخیزه, ولولیزه او انقلابي وینا واوروله او د غوندی ګدونوالو پری خپله ایماني تنده خړوبه کړه…!
ورپسی د لغمان پوهنتون رییس پوهنمل استاذ عبدالصبور غفورزي وینا وکړه, د اسلامي انقلاب په لاسته راوړنو او لوړو ژورو یی بحث وکړ د نهضت د شهیدانو په اړه یی مختصری خاطری او یادونی شریکی کړی او د جمعیت اصلاح دغه عمل یی وستایه چی د هیواد د حقدارو رجالو قدرونه کوي او له ځوانانو او مدني فعالانو یی غوښتنه وکړه چی په دی ارتباط خپل اسلامي او ملي رسالت درک کړي او د راتلونکي لپاره یی خوشبیني وښوده او غوښتنه یی دا وه چی د هیواد ټول اسلامپال ورونه دی په پوره یووالي د هیواد د ښیرازی لپاره کار وکړي…!ورپسی مولوی صاحب ګوهري وینا او دعا وکړه!