د کابل شرقي سيمي سلګونو، تجارانو، قومي مشرانو، استادانو او عامو خلکو د يو افطاري په ترڅ کې چې د جمعيت اصلاح د شرقي سيمي د مسؤولينو لخوا ترتيب شوی و مالي ملاتړ اعلان کړ.
يادې غونډې ته د هېواد جيد عالم او د علماؤ د نړيوالي اتحاديې غړي دکتور فضل الهادي وزین په خپلو خبرو کې وويل، چې جمعيت اصلاح خپل ټول ديني فعاليتونه د همدې ملت په مادي او معنوي همکارۍ پرمخ وړي، ځکه نو په لومړی قدم کې ددې کاروان د پرمختګ لپاره د جمعيت اصلاح غړي په خپل ټول توان هڅه کوي او په دوه یم قدم کې په کال کې يوځل په خپل ولس غږ کوي چې ددې کاروان سره په مادي او معنوي برخه کې خپلې مرستې وکړي، تر څو د دعوت الی الله دا غږ خاموشه نه شي، ځکه د دين او اسلام په وړاندې ټول ګډ مسؤوليت لرو نو چې څوک يې په کومه برخه کې ددې مسؤوليت د رفع کولو توان لري باید خپلې هڅې ونه درېغوي.
ښاغلي وزين زياته کړه، چې مونږ هیڅ کله دا مرستې د خپل جېب ډکولو لپاره نه غواړو بلکې په دې هېواد کې د الله لوري ته د بلنې د غږ د دوام لپاره همېشه لومړی خپله او بیا په ملت غږ کوو، لومړی که ماته مليونونه روپۍ هم راکړل شي نو به د خپل ځان لپاره د مرستې غږ پورته نه کړم، خو د دعوت لپاره د مرستو د راټولو لپاره همېشه په سرلوړۍ په خپل ملت غږ کوم.
غونډې ته د مجمع علمي علماء افغانستان رئيس شیخ القرآن مولانا عبدالصبور د انفاق في سبيل الله په اړه وينا وکړه او زیاته يې کړه چې د جمعيت اصلاح کار د دين د خپراوي جد و جهد دی، چې دا جد و جهد په يواځې ځان نه شي کېدی بلکې ستاسو مسلمان ملت ملاتړ ته شديده اړتيا لري، او په دې برخه کې د مسلمان ملت ملاتړ هیڅکله د هېرولو نه دی، ځکه د همدوی په ملاتړ نن په افغانستان کې څو ديني راډيو ګانې فعاله دي، ديني مدرسو او مکتبونو کې ددې هېواد بچيان روزل کېږي، په وړيا سيارو کلينکونو کې وخت په وخت د بېوزله هېوادوالو درملنه کېږي، د جنګ، فقر او… له لامله کډه شويو کورنيو سره مرستې کېږي، ځکه نو جمعيت اصلاح هڅه کوي، چې په هره برخه کې د دې ملت د درد دوا شي.
د غونډې په پای کې دکتور محمد عارف عطايي په هېوادوالو غږ وکړ چې خپلې مرستې اعلان کړي، چې له هر لوري د جمعيت اصلاح سره د نغدي مرستو اعلانونه وشول.