روان کال د جوزا میاشتې په ( ۱۲) مه ( رمضان المبارک ( ۱۷) مه) شنبې ورځ مازیګر ۵:۱۵ بجې د ننګرهار جمعیت اصلاح په سیمه ایز دفتر کې د دعوت ارشاد څانګې لخوا یاد کنفرانس د عبدالله حامد په ویاندوې او د قاري صیب سید مراد لخوا په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره پېل شو.
د کنفرانس ویناوال استاد عبدالرحیم صراف د جمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول ؤ چې د بدر غزا په تاریخي پس منظر هر اړخیزه وینا ترسره کړه استاد زیاته کړه چې دا ورځ په قرآنکریم کې د یوم الفرقان په نامه یاده شوی (( د حق او باطل تر منځ فیصله کوونکې ورځ )) بیا يې د بدر غزا پر لاملونو، جنګي وسایلو او د دښمن پر تلافاتو چې ( ۷۰) تنه پکې وژل شوی، او (۷۰) تنه يې بندیان کړي ؤ رڼا واچوله او له مسلمانانو څخه پکې ( ۱۴ ) صحابه کرام شهیدان شوي ؤ.
استاد زیاته کړه چې: اسلام دین يواځې په توره نه دی خپور شوی بلکې د نیکو اخلاقو له لارې په نړۍ يې حکومت کړی، د ښه حکومتدارۍ سمبول يې نړۍ ته وړاندې کړی لیکن غربي ميډیا د دی پرخلاف تبلیغات کوي چې اسلام يواځې د توري په زور خپور شوی، حال دا چې په مکې دور کې الله تعالی خپل خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته هېڅ ډول مسلحانه مقابلې حکم نه ؤ کړی.
استاد د خبرو په ترڅ کې وویل: اسلام دین جهاد ددی لپاره فرض کړې تر څو د اسلامي نظام، حکومت او ولسونو د امنیت ساتنه پرې وکړي، د وګړو عقیده، کلتور او ثقافت د خطراتو څخه وساتي او هر هغه قوت او ځواک چې د اسلام دین نشریدو ته نه پریږدي مخه يې ونیسي.
اسلام دین او نبوي سیرت د ویاړونو، پرمختګونو او تمدن ښه سمبول دی چې د ژوند په هره برخه کې (فردي، ټولنيز، اقتصادي، سیاسي، عسکري او نظامي) خلص دا چې د ژوند په ټولو برخو کې لارښونې شتون لري.
غونډه د استاد مغفور الله په دعاء سره پای ته ورسیده.