د رمضان المبارک په اولسمه نېټه چې د روان لمريز کال د جوزا له دولسمې سره سمون خوري، د امام ابويوسف رحمه الله په عالي دارالعلوم کې د لوېې دورې، حفظ او ناظرې د فارغانو دستار غونډه ترسره شوه.
د دستاربندۍ ياده کلنۍ غونډه د قاري محمد کبير په تلاوت پيل شوه، ورپسې د دارالعلوم مدرس مولوي ميرعباس ګوهري پيليزه وينا واوروله، نوموړي ټولو مېلمنو ته په ښه راغلاست او مننې سربېره فارغانو ته مبارکي وويله، ورپسې د يادې مدرسې د حفظ څانګې مسؤل د خپلو شاګردانو په بدرګه د قرآن کريم ختم وکړ، په ختم قران پسې د بخاري شريف ختم د امام ابويوسف رح دارالعلوم د مشر استاذ شېخ الحديث امين الله ازره وال له خوا تقديم شو، شېخ صاحب د بخاري شريف پر پېژندنه، اهدافو او د وروستي حديث په تفصيل خورا تفصيلي وغږېده او په پای کې ېې له مونږ څخه د حديث غوښتنو ته اشاره وکړه، د بخاري شريف په ختم پسې د ويناوالو لړۍ پيل شوه، مولوي سيد امين الله هاشمي له علماوو، طلباوو او عوامو څخه خورا ښکلې غوښتنې لرلې، شېخ الحديث مولوي صالح محمد حقاني د مدارسو د کميت په زياتوالي او د کيفيت په ټيټوالي په تفصيلي توګه وغږېد، هغه د امام ابويوسف دارالعلوم په اړه خپل ډاډ او باور څرګند کړ، ورپسې ويناوال د ختيځ زون د علماوو شورا رئيس مولوي حميد الله صديقي وو، بل ويناوال مولوي فريد احمد صمدي وو، په هغه پسې د ننګرهار پوهنتون استاذ دکتور نجيب الله صالح خلکو ته د جمعيت اصلاح پيغام توْضيح کړ، بيا له کابل څخه راغلی مېلمه؛ د اسلامي تعليماتو د برنامو د انکشاف د څانګې رئيس، د حاجي عبد الرحمن جومات خطيب او د جمعيت اصلاح د مدارسو او مساجدو مسؤل مولوي عبد السلام عابد خپلې خوږې خبرې شريکې کړې، هغه په ولس کې د روغې جوړې لپاره د غږ په پورته کولو، د علماوو تر منځ تفاهم او يوواي او د اتفاقي منکراتو د له منځه وړلو لپاره د ګډې مبارزې ارزښت ته اشاره وکړه، شېخ الحديث محمد نعيم جليلي خلکو ته ددې مدرسې د تأسيس موخې په ډاګه کړې، هغه زياته کړه چې د تحقيقي منظم علم، تر بيې او تزکيې خپرول د درالعلوم ستر هدف دی، مولوي محمد عادل د مدرسې لنډ مالي راپور وړاندې کړ، ورپسې د جوائزو د وېش او دستاربندۍ مراسم تر سره شول او غونډه د مولوي نور الله ناصح په دعاء سره پای ته ورسېده.
د يادولو ده، چې امام ابويوسف عالي دارالعلوم په ۱۳۸۹ ل کال په جلال اباد ښار کې تاسيس شوی، چې پرله پسې اوه دورې فارغان ېې ټولنې ته ورکړي دي.