شپږویشت کاله وړاندې مجاهدین په همدې ورځ کابل ته ننوتل او د روسي چوپړوالو وروستي څو تنه يې هم له ماتې سره مخ کړل او د روسانو پر ضد اوږده جګړه په بریا سره پای ته ورسېده.
د ثور اتمه هغه ورځ چې پکي د روسي بادارانو لخوا روزل شوي کمونستان مات او مجاهدینو بریا تر لاسه کړه.
په همدي پار نجم ننګرهار (( ثور اتمه شالید او لاملونه)) تر عنوان لاندی کانفرانس ترسره کړ.
پروګرام د قرانکریم په تلاوت سره پیل او لومړی ویناوال د نجم ننګرهار د تربیت مسؤل رفیع الله برکت ؤ چې د غونډې ګډنوالو ته یې د پیل وینا واوروله.
د غونډې بل ویناوال د ننګرهار پوهنتون استاذ دوکتور نجیب الله صالح ؤ چې د وینا ډیر تمرکز یې د افغانستان د سپیڅلي جهاد په لاسته راوړنو وو،دده په وینا (( د روسانو په وړاندې د افغانانو د جهاد او د ګران هیواد څخه د شوروې یرغلګرو د وتلو ترڅنګ نړیوالو ته دا پیغام وکړ چې یو کمزورې ملت د نړۍ یو ستر زبرځواک ته د خپلو سرونو او مالونو په قربانې کولو سره ماتې ورکولي شي))
ورپسې د جمعیت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف وینا وکړه، نوموړی تر ډیره په افغانستان کې د روسانو او کمونستانو په ظلمونو وغږیده او د هغه دردونکو پيښو یادونه یې هم وکړه چې روسانو او کمونستانو لخوا په افغان ولس باندي شوې دې.
دده په وینا ((روسان ډاکټرنجیب نه بلکی د یو نیم میلونه شهیدانو په ورکولو او د میلونونو نورو په کډوال کیدلو او دي ملت د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره ددې سپیڅلې خاوري نه وویستل))
په پاي کې د نجم رکن صلاح الدین صلاح لخوا په ښکلې ملکوتي غږ سره د کانفرانس ګډونوالو ته په زړه پوري ترانه وړاندې شوه.
کانفرانس د ننګرهار ولایت د پوهنې ښاري مدیر قاری نورمحمد لخوا په دعا سره پاې ته ورسید.