اصلاح رسنیز ګروپ: وقايت الله وقار
دجمعې په مبارکه ورځ چې د۱۳۹۷لمریز کال حمل میاشتې۱۷ مې سره سمون خوري د امام ابو یوسف رحمه الله عالي دارالعلوم په انګړ کې د راشده خلفاوو رضی الله عنهم سیرت ستره سیالي تر سره شوه.
دغه سیالي چې امتیاز يې د امام ابو یوسف رحمه الله عالي دارالعلوم فرهنګي څانګې لاره او د دارالعلوم د ادارې تر رهبرۍ لاندې وه، تقریباً ( ۷۰۰) سوه زده کوونکو او محصلینو پکې ګډون کړی ؤ.
د سیالۍ پرانستې غونډه د وقایت الله وقار په ویاندوې او د قاري قیام الله په تلاوت سره پېل شوه، ورپسې د سلام پوهنتون استاد او د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدرس شیخ القرآن مولوي محمد نعیم جلیلي خپله ارزښتمنه پېلیزه وینا واوروله، جلیلي صیب ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره ددې سیالۍ عمومي اهداف او په خپله د امام ابو یوسف رحمه الله عالي دارالعلوم لنډه پېژندنه هم وړاندې کړه.
استاد زیاته کړه : زمونږ دارالعلوم غواړي چې د ټولنې اړتیاوو ته په کتنې داسې اشخاص وروزي چې د ټولنې ټول اړتیاوې رفع کړي او شته ناخوالو ته د پای ټکې کیږدي، بیا د امام ابویوسف عالي دارالعلوم فرهنګي مسئول مولوي محب الله د امتحان عمومي اصول وویل او بیا د سوالونو بکس د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مهتمم شیخ الحدیث مولوی صیب ازره وال او دوه تنه محلصینو لخوا پرانیستل شو، ازموینه سهار ۱۰ بجې پای ته ورسیده، هیره دی نه وي چې امام ابو یوسف رحمه الله عالي دارالعلوم په ۱۳۸۹ لمریز کال د هېواد د بچیانو د سالمې روزنې په موخه د با احساسه هېوادوالو پر مټ تاسیس شوی چې ټولنې ته يې د دیني پوهانو سربیره نور اصلاحي خدمتونه هم کړيدي چې دا سیالي يې یوه بېلګه ده .