د ۱۳۹۷ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۰ مه نېټه جمعې ورځ ماسپښين ۳:۰۰ بجې د جمعیت اصلاح ننګرهار په سيمئيز دفتر کې د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح لخوا اسلام د ژوند نظام تر عنوان لاندې ( حج ) پر موضوع وینا تر سره شوه !
دکتور صیب زیاته کړه : مخکې درسونو کې مو د اسلام څلور بناء ( کلمه،لمونځ، روژه ، زکات ) تشریح کړل نن درس کې د حج مراسمو څخه مختصره یادونه کوو.
حج د يو مهم عبادت او د اسلام پنځمه بناء ده هر کال مسلمانان د سعودي عرب ښار مکه معظمې ته ځي او هلته عبادتونه کوي د دغه عبادتونو مجموعې ته حج او دغه عبادتونو ته د حج مناسک ويلی کيږي۔ په اسلام کې حج هر هغه بالغ مسلمان باندې فرض دی کوم چې د حج کولو طاقت لري۔حج په ژوند کې يو ځل فرض دی لکه څنگه چې قرآن مجيد کې ويلی شوي دي چې ( وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ )الایه
همدارنګه د احادیثو په بنا يې د حج کولو فضیلت بیان کړ او زیاته کړه چې د ابو الانبیاء ابراهیم علیهم السلام کړنې مونږ ته د صبر زغم، حوصلې، پر الله تعالی باندې توکل کولو، او د فدا کارې درس او عبرت راکوي.
( د کعبې شریفې د طواف تر څنگ د صفا او مروه تر منځ د شریعت د اصولو په چوکاټ کې مزل کول ، صفا او مروه په مکه معظمه کې د کعبې شریفې تر څنگ هغه دوه غونډۍ دي چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپله میرمن هاجره بي بي د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام سره د همدې دوه غونډیو تر منځ پریښودل .
هاجرې بي بي د تندې او اوبو د نشتوالي له کبله د دې دوه غونډیو تر منځ منډې رامنډې کړې چې پایله کې الله پخپل قدرت د حضرت اسمعیل (ع) د پښو په وهلو سره د زم زم چینه روانه کړه چې اوس ترې د نړۍ ټول مسلمانان د حج د مراسمو پر مهال د تبرک لپاره اوبه څښکي. همدارنګه د اسماعيل علیه السلام د ذبحه کولو خوب رښتیا کول، او په صادقانه توګه د خپل زړه ټوټه قرباني ته آماده کیدل. ) چې د حج ټول مراسم عرفات کې ټول مسلمانان غریب،مالداره بادشاه او رعیت په یو میدان کې په ځانګړي لباس کې ودریدل د حشر میدان څخه یادونه ده.
درس د مازیګر لمانځه څخه مخکې ختم شو د مازیګر لمونځ اداء شو اوبیا د ګډونوالو لخوا تر سره شوي سوالونو ته دکتور صیب لخوا ځوابونه وویل شو، غونډه هم د دکتور صیب صالح به دعاء سره پای ته ورسیده.