په کابل ښار کې دجمعيت اصلاح دنهمې ناحيې د دعوت ارشاد څانګې لخوا د معارف اسلامی اووه ورځینی کورس چی د شنبی په ورځ د (۱۳۹۶) کال د کب د میاشی له ۱۲ نیټې څخه د دریم مکرویانو مربوط د خالد بن ولید په جامع مسجد کی پیل شوی وه د جمعی ورځ د کب په ۱۸ نیټه د ماخوستن لمانځه څخه وروسته پای ته ورسیده.
د یادی دورې درسونو هره ورځ د ماښام لمانځه څخه تر ماخوستن لمانځه پوری ادامه درلوده.
د لومړی ورځی درس چی د قران کریم د حقوقو او پیغام په اړه وه د شیخ القران عبدالسلام عابد صاحب لخوا وړاندی شو.
د دویمی ورځی د درس موضوع فکری جنګ او استعمار وه چی د مولوی صاحب سید صفی الله راشد لخوا وړاندی شو، اوریدونکو ته د فکری استعمار تاریخچه، عوامل، وسایل، په اسلامی او افغانی ټولنه کې د هغی ضررونو او د هغه څخه د مخنیوی په لارو چارو باندی مفصله رڼا واچول شوه.
د دوشنبی ورځې درس چې د کورس د دریمی ورځې درس وه د (فقهی اختلافاتو) تر عنوان لاندې د مفتی صاحب شمس الرحمن فروتن لخوا وړاندی شو.
مفتی صاحب فقهی اختلافاتو په اهمیت او ضرورت رڼا واچوله او فقهی اختلافات یی د امت لپاره رحمت وګاڼه.
د کورس د څلورمی ورځی درس بیا د والدینو او ګاونډیو حقوقو ته ځانګړی شوی وه چی شیخ القران مولانا عبدالصبور حقانی لخوا وړاندی شو.
شیخ صاحب په اسلام کی د ګاونډی او والدینو حقوق په تفصیلی توګه بیان کړه او بیا یی په مقایسوی توګه په غربی نړی کی چی کوم حقوق والدینو ته ورکول شوي د اسلام د حقوقو سره پرتله کړه.
د چهارشنبی د درس موضوع په ټولنه کی د ځوانانو د رول تر عنوان لاندی وو چی د دوکتور صاحب محمد عارف عطائی لخوا تقدیم شو.
دکتور صاحب په نړی کی د روان کشمکش په علتونو تفصیلی وینا وکړه او ځوانان یی د هیواد په هر اړخیز پرمختګ او ابادۍ کی خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړه.
د یاد کورس د شپږمی ورځې درس د (اسلام ټولنیز عدالت) تر عنوان لاندې شیخ القران مولانا عبدالصبور حقانی وړاندې کړ.
شیخ صاحب د انبیاو کرامو د مبعوث کیدو په اساسی هدف باندی تفصیلی رڼا واچوله او په اسلامی تاریخ کی د خلافتونو او اسلامی حکومتونو د عدل او انصاف نمونی بیان کړی چی له برکته یی په ټولنه کی څومره پرمختګ شوی وو او ټولنه په کومه کچه هوسا وه.
د کورس په پای کی چی د جمعی مبارکه ورځ وه د درس موضوع د تجارت او معاملاتو اداب وه چی مفتی صاحب شمس الرحمن فروتن وړاندې کړه.
مفتی صاحب د قرض په ډولونو، د قرض او سود تر منځ په تفاوت، د بیعی په ادابو تفصیلی خبری وکړی، د سود د معاملاتو څخه یی د ځان ساتنی غږ وکړ او مروجه ګروي یی ښکاره سود وګڼله.
د دوری د پای په شیبو کی د جمعیت اصلاح د مرکزی شوری ریس استاد محمد عاطف ګډونوالو ته لنډه وینا واوروله.
استاد و ویل چی مونږ باید د اسلامی شریعت ټولو اوامرو ته غاړه کیږدو نه دا چی یو حکم یی ومنو او نور یی شاته و غورځوو، استاد برخه والو ته توصیه وکړه چی د وخت څخه باید اعظمه استفاده وکړو.
د طبعی منابعو او مشترکاتو څخه ساتنه وکړو، هره ورځ یوه نوی لاسته راوړنه ولرو، هیڅ وخت ناوخته ندی او په ټولنه کی باید په هره برخه کی مسلکی او متخصص افراد ولرو.
د یادونی وړ ده چی هره ورځ د ګډونوالو پوښتنو ته د مدرسینو لخوا مناسب ځوابونه و ویل شوه.
ګډونوالو د جمعیت اصلاح افغانستان دا کورسونه وستایل او د اسلامي درسونو د لړۍ د غځولو غوښتنه یې وکړه. د معارف اسلامی کورس په اجتماعی دعا سره پای ته ورسیده.