ايما ننګرهار په 22 جدي 1396 د روداتو ولسوالۍ په قلعه میرجي کې د ایما وړیا طبي کمپ چې د سهار په 8:30 شروع شو او تر 1:30 بجې پورې یې ادامه درلوده، تر سره کړ.
په پیل کې د ایما د شرقي زون مسئول ډاکټر صاحب شفیق الله ابراهیمي د ایما په فعالیتونو خبرې وکړې، او د وړيا روغتيايي کمپ په کیفیت او اهمیت یې رڼا واچوله.
ددې کمپ په جريان کې مجموعا (210) د سترگو ناروغان معاینه او تداوي شول او په عین وخت کې 21 ناروغان د کترکت د عملیات لپاره انتخاب شول چې په نژدې راتلونکي کې به ان شاءالله د جلال اباد ښار، نور د سترګو تخصصي کلينک کې عمليات شي.
د یادولو ده چې د روغتيايي کمپ د دایرولو لپاره د روداتو ولسوالۍ د عامې روغتيا نماینده، محترم ډاکتر صاحب عبادالله او د کلي د مشرانو سره همغږي شوې وه او د هغوى په مستقيمه همکارۍ داير شو، چې د ايما مرکزي اداره او ايما ننګرهار څانګه ترې مننه کوي او اينده کې هم د ورته همکارۍ متوقع دي.