د روان کال جدي میاشتې په (۶) مه نېته چهارشنبې ورځ ماسپښین ۳۰ : ۲ بجې په جمعیت اصلاح ننګرهار سیمه ایز دفتر کې د اکرام الله واحدي په ویاندې او قاري صیب احسان الله لخوا په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره پېل شو.
پېليزه وینا د جمعیت اصلاح جلال آباد شعبې مسئول استاد عبدالله نصرت لخوا ترسره شوه، استاد راغلو مېلمنو ته د ښه را غلاست ترڅنګ زیاته کړه چې د داسې غونډو جوړونې موخه د تیر تاریخ څخه د ځوانانو خبراوې دی تر څو ترې عبرت واخلي.
بیا د ننګرهار پوهنتون استاد مولوي محمد شریف رحماني لخوا وینا تر سره شوه ، رحماني صیب د افغانستان پر تیر تاریخ رڼا واچوله او زیاته کړه چې هغه مهال د افغانستان واګۍ د نا اهله خلکو په لاس کې ؤ، د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ډیر خراب، فقر اوغربت تر حده زیاته ؤ، په دیني لحاظ هم ډیرې ستونزې موجودې وې، یواځې معذوره خلکو به دين زده کوه، او په ټولنیز ژوند هم ستونزو شتون درلود.
استاد د خبرو په ترڅ کې وویل : چې تاریخ له هیچا هم سترګې نه پټوي، ښه او بد څېري په ګوته کوي، تاریخ مونږ ته ښودلی چې هیڅکله هم د ظلم او استبداد سره حکومت بقاء نشي پیدا کولی، د نړۍ لوی طاقت روس وغوښتل افغانستان هم د هغه مستعمره هیوادونو په څېر چې د روس تر سیورې لاندې ؤ د خپل وحشیانه تسلط لاندې راولي .
لومړي ځل په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د کمونیست ګوند په افغانستان کې پېل وکړ چې لومړنۍ کودتا سره داؤد خان يی واګي ته ورسوه ،چې د دی په بادشاهی کې اکثره لوړ پوړي چارواکي د خلق او پرچم څخه ؤ، په ورستیو کې يې د روس سره اړیکي خرابې شوی او مخه يې امریکی ته شوه، بیا په کودتا سره ترکی واګې ته ورسیده چې د ترکي په لومړیو کې جهاد پېل شو او موج يي واخیست چې داسلامي نهضت بنسټ ایښودونکي پوهاند غلام محمد نیازی، مولوي حبیب الرحمن، عبدالرحیم نیازی و غیره ورسره ملګري ؤمبارزه شروع کړه ، بیا امین د ترکي په مرګ سره واګۍ ته ورسیده ، د روسي پلانونه په ناکامیدو شول ، نو ببرک کارمل روس ته وویل که چیرې تاسې افغانستان ته رانشي نو افغانستان به له لاسه ورکړی ، چې په نتیجه کې د ( دری لکه ) پوځ سره افغانستان باندې یرغل وکړ او کارمل د تاشقند راډیو څخه بیانیه ورکړه، کارمل يي د تخت پر ګدي کینوه .
په اخره رحماني صیب د دغه ایتونه ژباړه وکړه چې ( الم نهلک الاولین ثم نتبع االاخرین )
بیا د هیواد خوږ ژبې نعت خوان او ترانه ویونکی جواس سودايي لخوا د جدي په مورد شعر زمزمه شو
دکنفرانس دوهم ویناوال د جمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول استاد عبدالرحیم صراف ؤ .
استاد د خبرو په ترڅ کې وویل : چې د روسانو د راتګ لاملونه څه خارجي دی او څه بیا داخلي .
د روسانو خارجي راتګ لاملونه : تودو اوبو ( بحر ) ته ځان رسول ، د انګریزانو او افغانانو تر منځ قوي مخالفت ، سوړ جنګ (اروپا او روس د اسلام پر خلاف یو ډول مبارزه )، ګوندي تبلیغات د روسانو لپاره او روسانو لخوا افغانستان دخپل نفوس ساحه ګڼل.
داخلي اسباب : هېواد کې دیني علومو ته عدم توجه، د عامه خلکو پوهاوي لپاره وسایلو نشتون، دولتي تعلیمي نصاب کمزورتیا، د مساجدو امامان او علماء د وخت خلکو ته ځواب ویونکي نه ؤ ، د مدارسو لیسو او پوهنتونونو استاذان محافظه کار ؤ، اقتصادي بی حده وروسته پاتی والی، ساینسي مضامینو سره سطحی تعلق او له دین څخه بې خبري ، روسانو ته په ګټه تبلیغات، استاذانو ته حقوق نه ورکول، په خلق او پرچم کې د نه منظم کیدونکو محصلینو تکلیفول، د علمي اوشعوري سطحې ټیټوالی، خارجي تعلیمي برسونو باندې د ځوانان لیږل، د سفارتونو لخوا په پوهنتونونو کې مستقیماً مداخله ، افغان حکومت داسلامپالو څخه ویره ، د وخت حکومت سره د علماؤ تیز برخورد، د سیاسي بصیرت عدم شتون ، افغاني لیکوالانو دیني قشر پسې لیکنې او د اسلامي ډلو عدم شتون .
صراف صیب زیاته کړه چې روسان د مجاهدینو مقاومت او یو نیم ملیون شهیدانو په نذرانه کولو سره وتلي دغه ویاړ يواځې دافغانانو دی باید بل چاته ورنکړل شي.
کنفرانس د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدیر مولوي میر عباس ګوهري په دعائیی سره پای ته ورسید .