دجمعيت اصلاح پلچرخي ساحوي څانګې لخوا دتيرې يکشنبې ورځې څخه، پلچرخي بازار اتفاق مسجد کې د سيرت النبيﷺ دوره په لار اچول شوې وه.
ددورې درس دمولوي غوث الدين، مولوي سراج الحق مياخيل او مولوي عبدالروف لخوا وړاندې کيده، او په اخره ورځ د پروګرام دروند ميلمه د جمعيت اصلاح د تعليمي بخش مسئول مولانا احمدالله مرشد صافي هم ګډونوالو ته خپله ارزښتناکه وينا واوروله.
دپروګرام په اوږدو کې خوږ ژبو ماشومانو (صفت الله او روح الله) درسول اللهﷺ په ستاينه کې خوږ نعت زمزمه کړ.
پروګرام داستاد عزيزګل صافي په وينا او دعا پاى ته ورسيده.