د ۱۳۹۶ لمریز کال دقوس په ۱۷ مه نېټه د جمعې مبارکې ورځی د لمانځه څخه وروسته په ۲:۴۵ مې بجې پیلیزه وینا د جمعیت اصلاح مرکزي شورا غړی او د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح لخوا پر نبوي اخلاقو تفصیلی درس ترسره شو، استاد د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوند په ټولو برخو يې رڼا واچوله، عقیده، فردي ،کورنۍ او ټولنیز ژوند، سیاسی او اقتصادي ژوند، د ملګرو سره يې چلند او داسې نورو اخلاقیاتو باندې تفصیل سره وینا تر سره کړه.
بیاد ختیځ زون مسئول استاد عبدالرحیم صراف لخوا د نبوي اخلاقو د تریج اونۍ رسماً اعلان شوه ، استاد زیاته کړه چې جمعیت اصلاح افغانستان په ټول هېواد کې دغه اونۍ( د قوس ۱۸ مې څخه تر ۲۴ مې پورې) د نبوي اخلاقو د ترویج اونۍ اعلان کړی په ټولو ګډونوالو يې غږ وکړ چې پدې کمپاین کې له مونږ سره سهیم شي او زیاته کړه چې مونږ په جوماتونو، تعلیمي او تحصیلي ادارو او په دفاترو کې د نبوي اخلاقو درسونه وړاندې کوو ترڅنګ يې مونږ چاپي مواد چې پکې کتابونه، پوشټرې، بروشر وغیره شامل دي توزیع کوو ترڅو زمونږ متدین ولس د نبوي اخلاقو په زیور لا سمبال شي. استاد د خبرو په ترڅ کې پر مسجد اقصي موضوع هم رڼا واچوله او غونډه په دعايي سره پای ته ورسیده .