اصلاح رسنیز ګروپ – عبدالله حامد
د ۱۳۹۶ لمریز کال د عقرب میاشتې ۲۶-۲۵ نېټه د پنجشنبې مازیګر څخه تر جمعې مبارکې ورځې لمانځه پورې په جلال آباد ښار بیز اکمالاتي امام ابو یوسف عالي دارالعلوم جامع مسجد کې د مولوي محمدعادل په وینادوی او قاري صیب محمد طاهر لخوا په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره اجتماع پېل شوه!
پېلیزه وینا امام ابویوسف عالي دارالعلوم مدرس او د سلام پوهنتون استاد محمد نعیم جلیلي لخوا وړاندی شوه استاد راغلو مېلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چې : د داسې غونډو جوړولو مقصد او هدف دا وي چې مونږ او تاسو خپلو فردي او اجتماعي مسئولیتونو ته متوجه شو تر څو وکولای شو خپل ځان، کورنۍ او ټولنه اصلاح لوري ته بوځو ځکه دغه اجتماع د الله تعالی دیاد غونډه ده، پدې کې راټول شوو مسلمانانو تر منځ تعارف او پېژندګلوي لا پسې زیاتیږي، په عملي توګه یو مسلمان د بل مسلمان خدمت کولو ته پکې آماده کیږي او د جمعیت اصلاح له برنامو څخه هم یادونه وکړه.
دوهم ویناوال د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدیر مولوي میر عباس ګوهري ؤ چې د مسلمان د ژوند هدف تر عنوان لاندې موضوع باندې مفصله وینا تر سره کړه:
امولوي صیب د خبرو په ترڅ کې وویل : الله تعالی انسان ته کرامت، عزت او عقل ورکړی، ټول مخلوقات يې د ده خدمت لپاره پېدا کړي، لېکن انسان ته هم پکار دي چې خپل د ژوند مقصد او هدف وپيژني، چې انسان د الله تعالی عبادت لپاره پیدا شوی، د عبادت مفهوم دا دی چې انسان د ژوند په ټولو برخو کې الله تعالی منقاد شي او د الله تعالی تابعداره بنده جوړ شي، د فرضي عباداتو تر څنګ باید نفلي عباداتو باندې هم ترکیز وکړي، د فردي عباداتو ( لمونځ، روژه، زکات وغیره ) تر سره کولو تر څنګ باید اجتماعي عباداتو (الله تعالی لوري ته بلنه، دفقر او غربت له منځه وړل وغیره ) باندې هم اهتمام وکړې.
بیا د ماسختن لمونځ اداء شو د لمانځه څخه وروسته د کامې شعبې مسئول قاري محمد فقیر سعید لخوا د اور څخه د خلاصون لارې چارې تر عنوان لاندې درس وړاندی شو:
قاري صییب سعید د اور څخه خلاصون لارې چارې په لاندې توګه خلاصه کړل:
۱ – د الله تعالی وحدانیت باندې کلکه عقیده لرل او له شرک څخه ځان ژغورنه.
۲ – اخلاص په ټولو اعمالو کې ۳ – دعاء ۴ – تقوی ۵ – د فرضي روژو ترڅنګ نفلي روژې نیول.
۶ – څلویښت ورځي له جماعت سره لمونځ اداء کول ۷ – د سهار او ماذیګر لمونځونو باندې پابندي کول.
۸ – په ورځ او شپه کې د (۱۲ ) رکعته سنتو لمونځ اداء کول ۹ – د الله تعالی له ويرې ژړل .
۱۰ – د الله تعالی په لاره کې پر ستونزو صبر کول ۱۱ – د لورګانو پالنه او پرورشت کول.
۱۲ – د مسلمان ورور له عزت څخه کلک دفاع کول ( غیبت څخه خلک منع کول ).
۱۳ – د مسلمانانو آزادول ۱۴ – د ښایسته اخلاقو مظاهره کول ۱۵- د سهار او ماښام اذکارو لوستل.
په پورته ډول د اور څخه دخلاصون لارې چارې د قرآن کرم او احادیثو په استدلال سره ګډونوالو ته وړاندی کړل.
بیا ډودۍ وخوړل شوه او دنظم او خدماتو مسئول انجنیر شفیق الله زاهد لخوا ګډونوالو ته د خوب ځایونه وښودل شو.
په دوهمه ورځ سهار تزکوي درس وړاندی شو او بیا ورپسي د ټولنۍ په اصلاح کې د ولس رول تر عنوان لاندې موضوع د جمعیت اصلاح د دعوت ارشاد مسئول دکتور رحمت الله زاهد لخوا وړاندی شوه
دکتور صیب د ټولنې اصلاح لپاره لاندې نقطو څخه یادونه وکړه :
۱ – اسلامي ټولنه باید له الهي وحي څخه الهام واخلي.
۲ – باید موحده ټولنه او له هر ډول شرکیاتو او خرافاتو څخه پاکه ټولنه وي.
۳ – د کلمي طیبې سره تړل شوی ټولنه وي.
۴ – اسلامي ټولنه باید همکاره ټولنه وي تر څو یو بل سره مرسته او لاسنیوي وکړي.
۵ – پاکه ټولنه وي او د هر ډول نا پاکیو څخه ځان وساتي.
۶ – د کار او کسب کولو اهلیت ولري او د کار کولو پر اهمیت باندې پوهه وي.
۷ – داسلامي ټولنی وګړو تر منځ باید مينه او محبت شتون ولري.
۸ – د خپل ثقافت لرونکي ټولنه وي.
۹ – اسلامي ټولنه باید خپل قوت مظاهره کوونکي ټولنه اوسي.
۱۰ – خپلواکه او ازادي درلودونکی ټولنه وي.
۱۱ – په مشورو ولاړه تولنه وي.
۱۲ –ټولنه باید د الله تعالی قوانینو ته منقاده او يواځې د الله تعالی عبادت کوونکي وي.
بیا دکتور صیب د ټولنی پر ستونزو باندې رڼا واچوله زیاته کړه چې : دیني مشکلات لکه جهل او ناپوهي ، دیني کړنو څخه عادت جوړونه، دیني طبقو غفلت او په فروعي مسائلو کې ځان مصروفول او همدارنګه يې اخلاقي او سیاسي ستونزو څخه هم یادونه وکړه او پر اولس يې غږ وکړ چې د دغه ستونزو څخه د خلاصون لپاره یوه انقلابي لاره ده چې مونږ او تاسو يې له ۴۰ کلونو راهیسې شاهدان یو او بله د سمون او اصلاح لاره ده نو پکار ده چې مونږ تاسو د سمون اصلاح لاره غوره کړو ترڅو هر فرد مسئول دي او خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.
بیا د استاد محمد عثمان اخلاص لخوا دولس سره مشورې تر عنوان لاندې ورکشاپ تر سره شو چې د ګډونوالو لخوا په لیکلي بڼه له جمعیت اصلاح څخه توقعات او پیشنهادونه راټول کړل شو.
بیا د دکتور صیب نجیب الله صالح لخوا د جمعیت اصلاح معرفي او ضرورت پر موضوع رڼا واچول شوه د جمعیت اصلاح له برنامو څخه يې یادونه وکړه او زیاته کړه: چې مونږ فکري او عقیدوي اصلاح راوستل غواړو، د اعمالو اصلاح لپاره مختلف اجتماعات دایروو، تربیتي روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه او نصاب لرو، د نظم او نظام جوړونې لپاره هڅه کوو، د نصیحت او ارشاد لپاره څانګې لرو، دوامداره مبارزې او تدریجې کار لپاره کار کوو، او هڅه کوو چې ولس ته بدایل وړاندې کړو.
اجتماع د مولوي محمد زبیر مخلص لخوا په دعائیي سره پای ته ورسید .