د ۱۳۹۶ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۵ مه نېټه جمعې ورځ مازیګر ۳:۰۰ بجې د جمعیت اصلاح ننګرهار په سيمئيز دفتر کې د اسلام پېژندنې درس د قاري صیب شاکرالحق په تلاوت او د حبیب الله زیار په ویاندې سره پېل شو !
په پېل کې ټولو محترمو راغلو مېلمنو مشرانو او ځوانانو ته ښه راغلاست وویل شو بیا د جمعیت اصلاح مرکزي شورا غړی او د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح لخوا اسلام د ژوند نظام تر عنوان لاندې ( کلمه طیبه ) پر موضوع مفصله وینا تر سره شوه .
دکتور صیب دخبرو په ترڅ کې وویل: اسلام دین د ژوند په هره برخه کې انسانیت ته لارښونې لري، د مکې مشرکینو دا درک کړی وه چې محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم اسلام دین ته بلنه او د کلمی ویلو څخه هدف څه دی نو ځکه یا خو هغوی عناداً او یا د حسد په بناء ایمان نه قبلوه، همدارنګه د مسلمانانو د ژوند ټولې چارې باید د کلمی تر سیوري لاندې تر سره شي، عباداتو مستحق يواځی الله تعالی وګڼل شي، معاملاتو سمون لپاره هدایت د اسلام دین څخه واخیستل شي، فردي، تولنیز، اقتصادي، سیاسي او عسکري ژوند کې لارښونې باید له اسلام څخه واخیستل شي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پېروي او اتباع پر ځان لازمي کړي ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم د الله تعالی استازی او پیغام رسونکی ؤ.
بیا دکتور صیب د کلمی طیبې پر نواقضو هم مختصره رڼا واچوله زیاته کړه چې د کلمی نواقض په لاندې توګه دي:
۱ – د الله تعالی څخه بغیر پر بل چا توکل کول.
۲ – د الله تعالی لخوا ورکړل شوي نعمتونو نسبت بل چا ته کول.
۳ – د الله تعالی رالیږل شوي قانون د نصوصو خلاف د غیر الله عبادت کول.
۴ – د الله تعالی څخه بغیر د امر او نهی نسب بل چا ته کول ( د حلال او حرامو مرجعیت د الله تعالی څخه بغیر بل څوک ګڼل )
۵ – بدون د قید او شرط څخه آزادي (مطلقه آزادي ) ځان لپاره حلال ګڼل.
۶ د فیصلو وړ د الله تعالی څخه بغیر بل څوک ګڼل. ځکه د مخلوق اطاعت د الله تعالي په اطاعت کې نغښتې ده.(لا طاعة لمخلوق فی معصیة الخالق )
درس د مازیګر لمانځه څخه مخکې ختم شو د مازیګر لمونځ اداء شو اوبیا د ګډونوالو لخوا تر سره شوي سوالونو ته دکتور صیب لخوا ځوابونه وویل شو، غونډه هم د دکتور صیب صالح به دعاء سره پای ته ورسیده.