پکتیا د میزان ۲۱ مه
د جمعې په ورځ د میزان په ۲۱ مه ، د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د ښاروالۍ تالار د یوه علمي او مهم سیمینار کوربه وو، چې د پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو سلګونه علماوو، قومي مشرانو، د پوهنتونونو او لیسو استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شو، بیا د جمعیت اصلاح د جنوب ختیځ زون مسئول عبدالفتاح جواد پیلیزه وینا وکړه او د سیمینار په هدف، موخه او مقصد یې رڼا واچوله او راغلو میلمنو او ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه.
بیا د افغانستان د علومو اکادمۍ غړي او علمي شخصیت دوکتور شیرعلي ظریفي ( د دعوت اهمیت او ضرورت ) پر موضوع موثره او اغیزناکه وینا وکړه او پدې یې ټینګار وکړ چې څوک هم د توحید کلمه وایي او ځان اسلام ته منسوب ګڼي، نو دعوت الی الله به د هغه دایمي عمل او وظیفه وي، ځکه چې دا د مسلمان په مهمو فرایضو او وجایبو کې شامل او ډیر مهم عبادت دی.
نوموړي زیاته کړه: مسلمان به یوازې اسلام ته بلنه کوي، که له اسلام سره مخالف کوم بل ایزم ( نشنلیزم، کمونیزم، سیکولریزم او لبرالیزم ) ته یې بلنه کوله، نو هغه د توحید په کلمه پوه ندی او دغه کار یې هم له دین سره تضاد لري.
ورپسې د کندز سلام پوهنتون رئیس او علمي شخصیت ، استاد محمد عاطف وینا وکړه او په تفصیل سره یې ( اسلام د ژوند نظام ) موضوح وڅیړله، نوموړي د دلایلو په رڼا کې ثابته کړه چې اسلام د ټول ژوند لپاره بشپړه الهي برنامه ده او مسلمان به د ژوند په ټولو اړخونو کې له اسلام نه امر او نهي اخلي او دغه نظام ته به تابع وي.
نوموړي وویل: څوک چې نور ساسي او اقتصادي نظامونه د اسلام له سیاسي او اقتصادي نظام سره پرتله کوي، په حقیقت کې ظلم کوي، ځکه چې اسلام د خدای (ج) نظام دی او دا نورې فلسفې د انسان د کمزوري او ناقص ذهن اختراع او تولید دی.
استاد زیاته کړه: د غرب منصف علمي شخصیتونه چې د تعصب په رنځ اخته نه وي او اسلام مطالعه کړي، نو خامخا مسلمانیږي او دغه پر منطق او علم ولاړ دین مني.
د سیمینار بل ویناوال د امام ابویوسف عالي دارالعلوم شیخ الحدیث او د سلام پوهنتون استاد مولوي محمد نعیم جلیلي وو، چې د اسلامي خوځښت برنامه او عملي تګلاره یې بیان کړه او تاکید یې وکړ چې اسلام ته کار کول پر هر مسلمان فرض دي، خو دغه کار په په منظمه او ډلییزه توګه سرته رسوي، انفرادي او ځان ځان ته وګړیزې هڅې موثرې او کامیابې نه وي.
نوموړي د ملت او اسلام پر وړاندې د روانو دسیسو او برنامو په اړه هم څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید د یوه مسلمان ملت په توګه یې په وړاندې ودریږو.
ورپسې د هیواد علمي شخصیت او د مجمع علمي علماء افغانستان رئیس شیخ القرآن مولانا عبدالصبور د ( منځلاري امت او د حق ګواهي) پر موضوع وینا وکړه او ویې ویل: الله تعالی د انسانیت د رهنمایي او لارښوونې لپاره یو لک او څلیرویشت زره کم اوزیات پیغمبران ( علیهم السلام ) را لیږلي وو، چې وروستی او آخرنی یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وو، خو دا چې له هغه وروسته بل پیغمبر نه راتلو، نو ځکه یې د انبیاوو دغه رسالت او دنده امت مسلمه ته وسپارله،ترڅو په ژبه، عمل او اجتماعي حالت کې د اسلام په انځورولو سره د اسلام د حقانیت ګواهي او شهادت ووایي او نړۍ ته یې وړاندې کړي.
مولانا صاحب تاکید وکړ چې که امت مسلمه خپل دغه رسالت په سمه توګه ادا نه کړي نو الله تعالی به هم ورباندې سم حالت او امن او سوکالي پیرزو نه کړي.
د نوموړي په وینا نن سبا چې په اسلامي نړۍ د جګړو، نا امنیو، نا اهله واکمنیو او فقر او بې کارۍ ناوړه حالت واکمن شوی دی، دا د هغه سستۍ او تخلف نتیجه ده چې د الله تعالی لخوا د ورسپارل شوي مسئولیت پر وړاندې یې لري.
مولانا صاحب پر ځوانانو غږ وکړ چې د هیواد او ملت د مصالحو د ساتنې او د اسلامي ارزښتونو د حفاظت په موخه سره یو لاس او یو موټی شي او د ملي وحدت په ټینګښت کې کلک ودریږي او ټولې هغه دسیسې شنډې کړي چې بهرنیان یې د دین، وطن او ملت په وړاندې په لاره اچوي.
د یادولو ده چې د سیمینار ګډنوالو د دغې برنامې نه خوښي څرګنده کړه او له جمعیت اصلاح نه یې وغوښتل چې دغه راز فعالیتونه زیات شي او دوی ته هم پکې ونډه ورکړل شي، هغوی د جمعیت اصلاح د اهدافو او چارو نه ملاتړ اعلان کړ.
سیمینار د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.