د جمعيت اصلاح مرکزي شورا په کابل کې د د ۱۳۹۶ ل کال د سنبلې په ۳۰-۳۱ نېټه دوه ورځنۍ غونډه وکړه، غونډه د شمال زون د مسؤول استاد حميدالله نجيب په تلاوت سره پيل شوه.
وربسې د جمعیت اصلاح معاون استاد عبدالظاهر حميدي پيليزه وينا و کړه او د شورا غړو ته يې ښه راغلاست وويل.
بیا د جمعيت اصلاح رئيس دکتور عبدالصبور فخري وينا وکړه او د شورا د پخوانۍ ناستې د پرېکړو له تطبيق نه يې ډاډ څرګند کړ.
ورپسې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصيراحمد نويدی وينا وکړه او د هېواد په روانو حالاتو يې رڼا واچوله، دجمعيت اصلاح غړي يې خپلو مسؤوليتونو او رغنده کار ته متوجه کړل.
استاد نویدی په بېلابېلو سياسي او اجتماعي لوریو غږ وکړ چې خپل وطن او ملت د برخليک په اړه خپل مسؤوليت ادا کړي او افغانستان له موجوده بحران او جګړې څخه وباسي او د يوې تلپاتې سولې د ټینګښت په اړه کوښښ او مخلصانه هلې ځلې وکړي.
په غونده کې دجمعيت اصلاح د فعاليتونو شپږ مياشتينی کاري راپور وړاندې شو، چې شورا مثبت و ارزاوه او د راتلونکي لپاره يې وړانديزونه ورکړل.
د جمعيت اصلاح مرکزي شورا افغانستان ته د نويو امريکایي سرتېرو په راتلو او د بې پيلوته الوتکو په بمباريو چې ډېری په کې عامو هېوادوالو ته تلفات اوړي اندېښنه څرګنده کړه او په پای کی یی په دی اره یی یوه پریکړه لیک هم صادر کړ.
غونډه د مجمع علمي علماء افغانستان د رئيس مولانا عبدالصبور په دعا پای ته ورسېده.