د ۱۳۹۶ لمریز کال د سرطان ۶ مه نېټه سه شنبی ورځ مازیګر ۴:۳۰ بجې دجمعیت اصلاح ننګرهار سيمئيز دفتر لخوا د کوچني اختر د مبارکی نمانځغونډه د قاري عبدالله حامد په تلاوت او د مطیع الله علمزي په ویاندې سره پېل شوه !
پېلیزه وینا د جمعیت اصلاح سيمئېز دفتر مسئول استاد عبدالله نصرت لخوا ترسره شوه، داختر د مبارکی پیغام تر څنګ زیاته کړه چی نړۍ مسلمانان باید داسلامی شریعت مطابق خپلی خوشحالۍ ترسره کړي تر څو نورو ته وښودل شي چې اسلام دین د ژوند په هره برخه کې لارښونې لري د خوشحالۍ مراسمو پر مهال هم خپلو اتباعو ته دا ښوونه کوي چې خوشحالي یوه فطري غوښتنه ده او اسلام هیڅکله د فطرت خلاف کوم حکم نه دی صادر کړی.
بیا د عبدالله حامد، مطیع الله علمزي او شیراز اتل لخوا په پشه يې ژبه ترانه ګډونوالو ته تقدیم شوه، ورپسې د ننګرهار نجم ادارې لخوا ترتیب شوی تمثیلي پرچه، لوبې او په زړه پورې تفریحې برنامې ګډونوالو ته وړاندې شول، د غونډې په پای شیبو کې د ننګرهار پوهنتون استاد مولوی محمد شریف رحمانی لخوا د اختر په مورد ګډونوالو ته پیغام وړاندې شو، رحماني صیب داختر مبارکۍ ترڅنګ د اخترونو په تاریخچې باندې خبرې وکړی او زیاته کړه چې صحیح قیادت جوړونه د ټولنې په جوړښت کې مهم رول لوبوي تر څو وکولی شي چې د سالمې تربيی په نتیجه کې داسې څوک وروزي چې د ټولنې لپاره د ژوند په هره برخه کې بېلګه وي. بیا د تفریحې پروګرامونو ګټوونکو باندې جوایز توزیع شول او د اخترمبارکۍ نمانځغونډه د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدیر مولوي میرعباس ګوهري په دعائيی سره پای ته ورسیده