په لغمان ولایت کې دجمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد څانګې په نوښت درمضان المبارک دروژه ماتي ملمستیا ترعنوان لاندې کنفرانس ترسره شو.
یاد پروګرام مازدیګر 5:30 بجې دقاري صیب عبدالله په تلاوت پیل شو چې د ستیج چارې د ښاغلي استاد محمداغا خاورین پرمخ وړلې ورپسې په لغمان کې دجمعیت مسول ښاغلي مولوی صیب محمدعثمان اخلاص( د اسلامي امت ننی حالت او زموږ مسولیت) ترعنوان لاندې محاضره وړاندې کړه .او پروګرام په اجتماعي افطار هیواد هیوادوالو او اسلامي امت ته په دعایې سره پاي ته ورسیده