د ۱۳۹۶ لمريز کال د جوزا میاشتې په ( ۳۱ ) نېټه چهارشنبې ورځ مازیګر لمانځه څخه وروسته د استاد عتیق الله ثاقب لخوا په امام ابو یوسف عالي دارالعلوم کې پیل شوی نبوي سیرت دوره پای ته ورسیده !
په پېل کې استاد ثاقب ګډونوالو ته په زړه پورې درس تقدیم کړ :
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم حج (حجة الوداع) په اړه تفصیلي خبرې وکړي اوزیاته کړه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم يواځی یو حج چې د هجرت په ( ۱۰) کال تر سره کړی چې پکې یو جامع او هر اړخیزه خطبه هم وړاندې کړی، د پیغمبر صلی الله د وفات او له دنیا څخه د رحلت واقعه يې په ډیر دردناکه لهجه وړاندې ګړه چې د ګډونوالو له سترګو اوښکي و بهیدې، د ابوبکر رضی الله عنه د خلیفه په توګه ټاکنې څخه هم تذکر وکړ او هم يې زیاته کړه چې په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې اجتماعي جنازه نه ده شوی بلکې هرچا په فردي توګه جنازه تر سره کړی، او بیاد تدفین مراسمو څخه هم یادونه وکړه چې په کوم ځای کې له دنیا څخه رحلت کړی دی په هماغه ځای ( عایشې رضی الله په هجره کې ) خاورو ته وسپارل شو.
بیا د جمعیت اصلاح افغانستان د دعوت اوارشاد مسئول دکتوررحمت الله زاهد وینا تر سره کړه:
دکتور صیب د خبر په ترڅ کې وویل چې : د سیرت لوستلو او اوریدلو څخه موخه باید يواځې قصې اوریدنه نه بلکې دا سنت( تګلاره) او الهي وحې ده چې الله تعالی خپل بندګان پلي کولو باندې مکلف کړي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په تولو برخو کې لارښونې لري، د هغه صلی الله علیه وسلم آداب، اخلاق، معاملات، سیاسي ژوند، اقتصادي ژوند، فردي او ټولنیز ژوند، داخلي او بیروني اړیکي باید مسلمانان ځان لپاره بیلګه وګرځوي او خپل ژوند کې د عملي کولو هڅه وکړي.
غونډه د استاد ثاقب په دعائيی سره پای ته ورسیده .