دروان کال دمبارکې روژې په ۲۳ مه په ننګرهار کې درسنيو استازو ،خبريالانو او یو شمېر فرهنګي څېرو ته داصلاح غږ راديو له لورې داحساس خيريه ټولنې په همکارۍ درمضاني اجتماعي روژه ماتي مېلمستيا جوړه شوې وه.
په همدې مناست جوړه شوې غونډه کې دجمعيت اصلاح دختيځ زون مسؤل استاد عبدالرحيم صراف ګډونوالو ته دښه راغلاست ترڅنګه وويل دا د اصلاح غږ راديو ښه نوښت دی چې دفرهنګي ملګرو اوخبريالانو دناستې او يو والي لپاره يي دافرصت برارکړ.
دننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجيب الله صالح په ټولنه کې دژوناليزم په اهميت او خبريالانوپه مسؤليت هراړخيزې خبرې وکړې
په پای کې دامام ابويوسف عالي دارالعلوم مدير مولوي ميرعباس ګوهري دګران هيواد دښيرازۍ،هراړخېزې رغونې،سولې،امن اوملي پخلاينې په موخه ددعا لاسونه لپه کړه او ګډونوالو پرې امين ووايه