راپور: ډاکټر مطيع الله امانزی
د رمضان المبارک د دریمې لسيزې یعنې د جهنم له اور څخه د خلاصي لسيزې د پیل سره سم د احمد شاه بابا مېنې (ارزان قیمت) د داود خان څلور لارې په سلام مسجد کې جماعي یا ګډ اعتکاف پیل شو.
دغه جماعي اعتکاف چې د جمعیت اصلاح افغانستان د احمد شاه بابا مېنې سیمه ايزې څانګې لخوا برابر شوی ۷۰ تنو معتکفينو په کې ګډون کړی چې د احمد شاه بابا مېنې له اوسېدونکو څخه پرته د کابل د نورو سیمو او حتی له نورو ولایتونو څخه هم ورته معتکفین راغلی دي.
د معتکفینو ډیره برخه ځوانان جوړوي چې طالب علمان، د پوهنتون محصلين، متعلمين، ډاکټران، انجينران، د پوهنتون او لېسو استادان او د ژوند مختلفو اړخونو پورې تړلي خلک په کې شامل دي. د ځوانانو ترڅنګ ځېنې مشران او دینی عالمان هم په دې اعتکاف کې شامل دي.
پټه دې پاتې نه وي چې جمعيت اصلاح د ولس او ځينو مخلصو هېوادوالو په مرسته ټولو معتکفينو لپاره په دې مسجد کې د روژه ماتي او پیشنمي تابیا نيولې ده.
همدارنګه به د اعتکاف په موده کې ګډونوالو ته د مشهورو عالمانو لخوا دینی درسونه هم وړاندې کېږي ترڅو له دغه ورځو څخه اعظمي ګټه پورته کړای شي.
د یادونې وړ ده چې په همدغه مسجد کې د روژې د مبارکې مياشتې له پیل څخه د هیواد نامتو عالم او په افغانستان کې د قران پوهنې د دورو بنسټ ایښودونکي شیخ القرآن مولانا عبدالصبور لخوا د قرآن د تفسیر رمضاني دوره هم پر مخ وړل کېږي چې پر مټ به ېې معتکفین ورونه له قران له فیوضو څخه هم برخمن شي.
جماعي اعتکافونه په افغانستان کې د لمړي ځل لپاره د جمعيت اصلاح په نوښت پیل شوي چې اوس د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ترسره کېږي او په لوړ تعداد خلک په کې برخه اخلی چې ډیری برخه یې ځوانان دي.
د روژې په اخره لسيزه کې اعتکاف کول زمونږ د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت دي چې په احادیثو کې ېې ډیر زیات فضيلت بیان شوی دی. اعتکاف د تزکيي لپاره يوه ډیره مؤثره او اغيزناکه وسیله ده چې د بنده تعلق او اړيکه نیغ په نیغه د خپل رب سره پیاوړې کوي.