د ۱۳۹۶ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۶ نېټه سه شنبې ورځ مازیګر لمانځه څخه وروسته په جلال آباد ښار بیزاکمالاتي، لسمه ویاله امام ابو یوسف عالي دارالعلوم کې د استاد عتیق الله ثاقب لخوا ( ۱۲) ورځنۍ دوره پیل شوه.
استاد ثاقب ګډونوالو ته د نبوي سیرت پر اهمیت خبرې وکړی زیاته کړه: چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم ټول انسانیت ته یو نړیوال پیغام له ځانه سره راوړی ؤ چې په ترڅ کې مونږ او تاسو ته يې یو داسې دین بشپړ کړی چې د ژوند هرې برخې ته لارښونې لري، هغه رحمة للعلمین دی، او د نیکو اخلاقو درلودونکو ؤ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د پیدایښت، او له پیدایښت څخه وروسته تر بعثت پورې، او همدارنګه د خدیجه الکبری رضی الله عنها سره د نکاح په اړوند موضوعاتو باندې مختصره رڼا واچوله . او درس د استاد په دعائيی سره پای ته ورسید.