اصلاح رسنیز ګروپ ( عبدالله حامد )
د ۱۳۹۶ لمریز کال د جوزا په (۱۲) مه جمعې ورځ سهار ۹ بجې د امام ابی یوسف عالي دارالعلوم دستار فضیلت غونډه د استاد وحدت الله په ویاندوې او د قاري صیب انعام الحق لخوا په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره پیل شوه
امام ابو یوسف عالي دارالعلوم چې د جمعیت اصلاح لخوا اداره کیږي په یاد دارالعلوم کې د لوې دورې، وړې دورې او قرانکریم حفظ او ناظری په برخه کې سلګونه شاګردانو ته د زده کړی زمینه برابره کړی، چې سږ کال هم لسګونه شاګردان ټولنې ته خدمت لپاره وړاند کړل.
پيل کې د شاګردانو ورثو په نمائندګې مولوي صیب عبدالمنان خبرې وکړي چې د یاد دارالعلوم له تدریسي بهیر، نظم ډسپلین او د شاګردانو د ښه تربیي څخه یادونه او مننه وکړه .
بیا د هېواد تکړه مبصر، لیکوال او سیاسي شننونکی استاد محمدزمان مزمل وینا ترسره کړه:
مزمل صیب د دارالعلوم فارغانو ته تبریکې تر څنګ زیاته کړه : مونږ په هېواد کې یو پیچیده حالت کې ژوند کوو، مونږ ته الله تبارک وتعالی عزت په اسلام سره راکړی دعمر رضی الله عنه هغه قول ته اشاره وکړه چې ( نحن قوم اعزنا الله بالاسلام و مهما ابتغینا العزة بغیر الاسلام اذلنا الله ).
ټولو انبیاء علیهم السلام ځانګړی او مشترک پیغام له ځانه سره درلود، چې د نړۍ انسانیت ته خیرغوښتنه او د الله تبارک وتعالی عبادت لپاره بلنه وه، اوس دغه مسئولیت د علماء کرامو دی، پیغمبري وراثت امتیاز نه بلکې مسئولیت دی، علماؤ دنده ده چې د ټولني وګړو ستونزې درک کړي او د حل لپاره آواز پورته کړي.
بیا د سعید جواد او ورسره ملګرو لخوا په زړه پورې ترانه تقدیم شوه
د غونډي مشر میلمه د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استاد نصیر احمد نویدي صیب وینا تر سره کړه
په پیل کې نویدي صیب ټولو راغلو مېلمنو، ګډونوالو ، د دارالعلوم ادارې او استادانو ته د دستار فضیلت غونډې مبارکي وویل چې د ځوان نسل په تربیه کې نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی استاد زیاته کړه :
د فارغینو لپاره دوه توصیی لرم چې اسلام دین هم د هر مسلمان ته همدا سپارښتنه کوي لومړی په دین کې تفقه او پوهه او دوهم انذار ( د خلکو ویرونه) ځکه د بشارت او زیرې څخه مخکې باید خلک له ګناهونو څخه وویرول شي، د پوهې سره عمل او بیا نورو ته په ښه توګه رسونه د هر فرد مسئولیت دی .
غرب غواړي چې د مسلمانانو وژنې لپاره دسیسي جوړې کړي، د داسې دسیسو څخه خلاصون په سلاح سره نه بلکې په قلم سره شونې دی او همدارنګه رسنۍ هم پکې مهم رول لرلی شي.
د ولسونو د ويښ ساتنې لپاره منبر او مسجد د سنګر حیثبت لري نو اړینه ده چې په ښه توګه وکارول شي او خپل رسالت په سمه توګه سر ته ورسول شي.
د دارالعلوم مدیر مولوي میر عباس ګوهري راغلو ګډونوالو ته د دارالعلوم تدریسي بهیر، تربیتي نظام اود دارالعلوم له مالي عوایدو او مصارفو په اړه تفصیلي ګزارش وړاندې کړ چې په لړ کې تیر ۱۳۹۵ کال يې څه باندې (۱۳) لکه دارالعلوم باقي وښود او زیاده کړه چې د ولسونو مالي امکاناتو ته اړتیا ده تر څو په دغه خیر کار له مونږ سره مرسته وکړي.
بیا د دستارفضیلت پروګرام تر سره شو چې په لړ کې لسګونو فارغانو ته د دستار فضیلت دستارونه وتړل شو او غونډه د مولوي صیب صالح محمد په دعائيی سره پای ته ورسیده .