د کابل ښار په سيمه کې د قرآن کريم د تفسير دوره په داسې حال کې پيل شوه، چې د رمضان المبارک مياشتې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
په همدې مناسبت د کابل ښار پنځلسمې ناحيې د خواجه بغرا د ا امام اعظم په جامع جومات کې غونډه جوړه شوې وه چې د وياندويۍ چارې يې د حاجي چمن د مدرسې د مدرس مولوي رحم الدين ظهوري په غاړه وې.
د جمعيت اصلاح د پنځلسمې ناحيې د ساحوي دفتر مسؤول مولوي صاحب نورالحق عزيز په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې جمعيت اصلاح د هېواد روانو ناخوالو او د مسلمانانو روان بد حالت ته په کتو په دې باور ده چې له دې ستونزو د راوتلو يواځينی حل پر قرآن کریم ځان پوهول او په هغه عمل کول دي، له همدې لامله يې اړينه وګڼله چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په مختلفو سيمو کې د قرآن کریم د تفسير دورې تنظیم او خلکو ته د قرآن د پيغام په رسولو کې خپله انساني هڅه وکړي.
د امام اعظم جومات امام مولوي صاحب عبدالمتين د جمعيت اصلاح له مسؤولينو ځانګړې مننه وکړه، چې په داسې شرایطو کې د قرآني برنامو په لاره اچولو لپاره يې مټې را بډوهلي او خلکو ته د قرآن پيغام رسوي.
مولوي عبدالمتين د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د علماؤ مسؤولیت ډېر ستر او د خپل علم په اړه به پوښتل کېږي، ځکه نو تر ټولو لومړی باید خلک د قرآن په معنی او تفسير په درست ډول پوه کړي او د هغه پيغام خلکو ته ورسوي، چې يو مورد يې همدا د قرآن کريم د تفسير دوره ده، ځکه نو له دې وروسته د خلکو مسؤولیت دی چې له دې طلايي فرصت څخه ګټه واخلي، لومړی قرآن زده کړي، بيا يې په ژوند کې عملي کړي او بیا د هغه د احکامو د پلي کولو لپاره مبارزه وکړي، لکه څنګه چې زمونږ سلفو او پخوانيو په دې لاره قدم ايښی او آن په دې لاره کې يې د سرونو نذرانې ورکړي او زندانونه یې تېر کړي.
هغه وویل قرآن زمونږ د روانو ټولو ناروغيو چې تعصب، جنګ، نا امني او بې اتفاقي ده يواځينی علاج دی او که مو دا زده کړ نو په همدې سره کولی شو، چې اسلامي امت له روان درانه خوب څخه راويښ کړو.
د جمعيت اصلاح د کابل ولایت مسؤول دکتور محمد عارف عطائي وویل نړۍ نن داسې د نا آرامۍ حالت ته رسېدلې چې آن غير مسلمانان خو لا پرېږده چې مسلمانان هم ذهني سکون او آرام نه لري، چې ستر لامل يې له قرآن هغه چې زړونو ته آرام بښي څخه لرې والی دی، ځکه نو که څوک غواړي چې زړه یې آرام شي، سکون پيدا کړي او په ډاډه زړه ژوند وکړي نو قرآن لوري ته دې مراجعه وکړي هغه دې لومړی ياد او بيا دې ژوند کې عملي کړي.
قرآن دوه رسالته لري، لومړی انسان سازي او بيا مدنيت سازي، کله چې قرآن کريم له انسان په درسته معنی سره تربيه کړ نو بيا هغه خپله يو داسې مدنيت جوړوي چې راتلونکي نسلونه به پرې وياړي، دا خبرې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصيراحمد نويدي غونډې ته وکړې.
هغه وویل کله چې قرآن کريم په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شو نو د هغه صحابه و څخه چې پخوا يې چا نوم هم نه پېژاند، آن ډېر يې غلامان او په ډېر بد وضعيت کې يې ژوند کاوه داسې ستر ستر شخصیتونه جوړ کړل، چې نن سبا يې هرڅوک د الګو په ډول يادوي او هغه مقام ته د رسېدو هر څه کوي، او بیا همدا د قرآن په اساساتو روزل شوي ا نسانان و چې داسې يو ستر مدنيت يې مونږ ته پرېښود، چې په هغه کې حکومت، نظام او هر څه موجود و.
استاد نويدي زیاته کړه داسې نه ده چې انسانان او په ځانګړې توګه مسلمانان اوس او په لومړي ځل په داسې بد او ناوړه حالت کې ژوند کوي بلکې څوارلس کاله مخکې له دې زيات ظلم، بې عدالتي او نارواوې موجودې وې خو کله چې قرآن کريم او الهي کتاب راغی نو د خلکو ترمنځ يې مثالي عدالت حاکم کړ. ځکه نو که مسلمانان يوځل بيا غواړي چې خپله ورکه پیدا کړي او بیا د عروج او لوړوالي حالت ته ورسېږي نو قرآن هماغه قرآن دی او د هغه په واسطه مسلمانان کولی شي خپل پخوانی برم او عزت ترلاسه کړي.
په پای کې د تفسير د دورې استاد او مفسر محترم مولوي عبدالرزاق احمد په لنډ ډول د قرآن کريم اجمالي تفسير او معرفي بيان کړه او غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د قرآن کريم ياده دوره به د رمضان د مياشتې تر اوويشتم پورې دوام ولري، چې د تدريس چارې به يې د مولوي صاحب عبدالرزاق او مولوي صاحب رحم الدين ظهوري په غاړه وي.