د ۱۳۹۶ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳ مه نېټه شنبې ورځ مازیګر ۵:۳۰ بجې د جمعیت اصلا ح په سیمئيز دفتر کې د مولوي صاحب محب الله لخوا د تفسیر درس پیل شو
په پېل کې د جمعيت اصلاح جلال آباد څانګې مسئول استاد عبدالله نصرت پېليزه وینا تر سره کړه.
استاد زیاته کړه چې جمعیت اصلاح په ټول افغانستان کې هر اړخیز فعالیت تر سره کوي تر څو خپل ولس د دین سره په شمولي توګه وتړي، چې دغه قرآني درسونه يې یوه بېلګه ده.
بیا د تفسیر دورې تقدیمونکي مولوی محب الله لخوا درس ګډونوالو ته وړاندې شو.
مولوی صیب د قرآنکریم پر فضیلت باندې تفصیلی خبرې وکړي او د هغه احادیثو مفاهیموته اشاره وکړه چې د قرآنکریم پر فضیلت باندې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي: چې ملایکې له هغه مجموعې څخه دایره تاووي چې څوک د قرآنکریم مذاکره درس او تدریس کوي او دمغفرت دعاګانې ورته کوي.
د جنت د مستحق کیدو او له دوزخ اور څخه د خلاصون یواځینې لاره هغه د قرانکریم سره د پیوستون لا ره ده، د قرانکریم په هر حرف تلاوت سره لس نیکیانې تلاوت کوونکی ته ورکول کیږی ( چې هر حرف له څو حروفو څخه جوړ دی )، قرآنکریم د مسلمانانو لپاره د الله له لورې درسترخوان او میلمستیا ده .
نو پکار ده چې قران سره ځانونه وابسته کړو تر څو د دغه میلمستیا څخه برخمن شو.
مولوي صیب د خبرو په ترڅ کې وویل : الله تعالی د هر عمل ترسره کولو په خاطر نیت شرط کړی لیکن د قرآن کریم سره وابسته خلکو ته بغیر له نیته الله تعالی فقط په تلاوت او قران کریم درس ته ناستې باندې هم اجرونه ورکوي،او له برکاتو څخه برخمن کیږي.
مولوی صیب د قرانکریم له آدابو څخه هم یادونه وکړه : چې په هر عمل کې اخلاص اړین دی چې د الله تعالی رضا په خاطر تر سره شي، له تکبر او ریا څخه په ټوله معنا ځان وژغورل شي، قران کریم د جدال او مناظرو تر سره کولو لپاره نه بلکی د خپل ځان او ټولنی د اصلاح او سمون لپاره زده کول پکار دي، د حق معیار او د ژوند په تولو برخو ته شامل وګڼل شي، تر څنګ يې له هغه آدابو څخه هم یادونه وکړه چې قرانکری ته په اوداسه سره کیناستل،قبلې ته مخ کول، تدبر او سوچ سره تلاوت کول، په پېل کې تعوذ او بسم الله ویل، خشوع اوخضوع سره ورته توجه کول او د درس پر مهال شور څخه ځان ساتنه وغیره.
قرانکریم باید د ژوند لارښود او قانون وګڼل شي، خو که چیرې اوسني عصر ته وګورو نو په تاسف سره باید وویل شي چې زده کړه يې زیاته خو لیکن د عمل درک نه لګیږي حال دا چې صحابه کرامو به ډیره لږه اندازه د قرانکریم زده کړه کوله تر څو پری عمل ترسره کړي، عبدالله بن مسعود،ابی بن کعب او عثمان رضی الله تعالی عنهم به لس لس ایتونه زده کول تر څو پرې عمل تر سره کړي. او بیا به يې نور ایتونه زده کول.
مولوي صیب د قرانکریم د نزول اهدافو ته اشاره وکړه :
قرآنکریم د انسانانو هدایت لپاره الله تعالی رالیږلی تر څو ناوړه عادتونو ته د پای ټکې کیښودل شي او پرځای د قرانکریم وړانګو ته د عمل جامه واغوستل شي، د بشریت ټولو ستونزو لپاره پکې د حل لارې چارې شتون لري، فردي، ټولنیز، سیاسي، عسکري او داسی نور د ژوند ټولو برخو ته شامل او کامل نظام او قانون دی.
مولوی زیاته کړه چې قرآنکریم په لیلة القدر کې دنیا آسمان ته ټول یوځل نازل شوی او بیا په (۲۳) کلونو په موده کې ټوټه ټوټه د اړتیا پر مهال نازل شوی، د وحي له اقسامو څخه هم یادونه وکړه چې : په خوب کې ، په ویښه باندې زړه د یو کار تر سره کولو اراده اچولو سره ، مستقیماً خبرې( معراج واقعه او د موسی علیه السلام سره خبرې ) د ملایکو په وسیله او ملایکې د بنی آدم په صورت کې راتګ په ذریعه.
د قرانکریم په (۲۳) کلونو کې د نزول حکمتونه :
۱ – د قرآنکریم ارشادات او لارښونو تطبیق آسانه شي لکه د شراب منع په څلورو مراحلو کې نازل شوی .
۲ – د پيښو او پوښتنو په ځواب کې نازل شوی چې کله به د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شو (یسئلون عن الخمر والمیسر…. ) و غیره
۳ – د واقعاتو او مبارزو پر مهال ورته هدایات بیان شوی لکه غزوات وغیره.
الله تعالی بندګان په د نیا کې دوه مهمو اهدافو لپاره پیدا ګړي :
لومړي د الله تعالی عبادت او دوهم خپل مینځي اړیکو جوړونې لپاره . هر مسلمان باید په فردي او ټولنیز ژوند کې دخپل رب ارشاداتو څخه لارښونه تر لاسه کړي، او دا له زده کړې څخه بغیر امکان نلري، نو ځکه الله تعالی د خپلو بندګانو د ادراک او پوهې لپاره حس او عقل تر څنګ وحي هم راولیږله چې هغه د الله تعالی کتاب او پيغمبر صلی الله علیه وسلم احادیث مبارکه دي.
مولوی صیب د قرانکریم د جمع کولو پړاونو څخه هم یادونه وکړه چې پیغمیر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به حافظانو باندې یادوه او کاتبانو پذریعه به ېې په مختلفو شیانو کې لیکل کیده .
دوهم ځل کله چې په یمامه جګړه کې ( ۷۰) صحابه کرام شهیدان شول نو عمر رضی الله عنه ابوبکر رضی الله عنه ته وویل چې دقرآن جمع اړینه ده چې بیا ابی بن کعب او زید بن ثابت رضی الله عنهما ته امر وکړ او قرانکریم يې په (۷) لهجو باندی جمع کړ، او بیا د دریم ځل لپاره د عثمان رضی الله عنه خلافت پر مهال کله چې ازربایجان کې وکتل شو چې د خلکو تر منځ اختلافات شتون درلود او هر چا د خپل لهجې قرآن يی صحیح او مقابل لورې سره يې جګړه کوله او په مدینه کې هم دغه اختلافات ولیدل شو نو بیا زید بن ثابت رضی الله عنه ته دنده وسپارله چې په یوه لهجه قرآنکریم جمع کړي چې دغه عثماني مصحف (۷) نسخې ترتیب او نور مخکینې نسخې یا وسوزول شو او یا څېرې کړای شوی.
بیا کله چې عجم په اسلام کې داخل شول په قرانکریم باندې اعراب ( حرکات) شتون نه درلود علی کرم الله وجهه ابو الاسود الدولي ته امر وکړ چې نقطی او حرکات په قرانکریم کې ولیکي او ځېنې وايی : چې دا کار د زید بن سفیان په امر حسن بصري رحمه الله کړیدی، او ځېنې وايی د حجاج بن یوسف پر زمانه کې تر سره شوی.
اما په هغه وخت کې حرکات فقط نقطې وه بیا دغه حرکات ( زور، زیر پیښ وغیره) د خلیل بن احمد لخوا تر سره شویدي، همدارنګه دسپارو ویش، رکوعګانو، احزابو ویش د حفظ او تلاوت اسانتیا لپاره ترسره شویدی.
مولوي صاحب درس په دعائیه سره پای ته ورسوه