اصلاح رسنیز ګروپ ( عبدالله حامد)
د ۱۳۹۵ لمریز کال د حوت له ۳ څخه تر ۶ مې پوری په جلال آ باد ښار عیدګاه جومات له سه شنبې ماسپښین ۲ بجو څخه د قاري صیب واحدالله لخوا د قرانکریم په څومبارکو آیتونو تلاوت او د مولوي صیب محمداسماعيل مشفق په ویاندوی سره پېل شوه .
په پېل کې د ننګرهار پوهنتو ن استاد او جمعیت اصلاح ننګرهار پوهنتون څانګې مسئول لخوا د حدیثو درس ترسره شو.
بیا د سلام پوهنتون استاد او امام ابویوسف عالي دارالعلوم مدرس محمد نعیم جلیلی لخوا ټاکل شوی موضوع چې (په سورت حجرات کې د اسلامي ټولنې لپاره آداب ) تر عنوان لاندې وه مفصله وینا تر سره شوه .
استادزیاته کړه چې : سورت حجرات د آدابو سورت په نامه یادیږي چې پدې کې مونږ لپاره ټولنیز آداب ښودل شو ي د قرآن کریم او نبوي سنتو سره مینه او احترام ، د مشرانو عزت او احترام کول، په خبرو اترو کې د آدابو خیال ساتل ، د یو خبر ترلاسه کولو څخه وروسته ځان ډاډه کول تر څو په ناخبرې که چاته زیان ونه رسول شي، د دوو مسلمانانو ډلو تر مینځ د جګړي په صورت کې د سولۍ آداب، د خپل مینځې وروګلوي فضاء رامینځ کولو آداب چې یو قوم پر بل قوم باندی ټوقه او تمسخر ونکړي، په بدو الفاظ او القابو باندی څوکی یاد نکړي، په مسلمان ورور باندی بدګمانه نشي، تجسس او غیبت څخه لاس واخلي او ټولنې په جوړښت کې سره لاسونه یو کړي .
د اجتماع دوهمه ورځ د عبدالله نوري لخوا د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایتونو تلاوت او د مولوي صیب محمد اسماعيل مشفق په ویاندوی سره پیل شوه
لومړی درس د کامی شعبې مسئول قاري صیب محمد سعید فقیر لخوا د اولادونو حقوقو په اړه ؤ چې ډیر په زړه پوری او ماده وار نقاطو کې ګډونوالو ته وړاندې شو.
بیا د استاد محمدنعیم جلیلي لخوا دشعایر الله او دیني ارزښتونو حفاظت او ساتنې موضوع د اجتماع ګډونوالو ته تقدیم شو
استاد زیاته کړه چې : د الله تعالی د شعایرو ساتنه د هر مسلمان دینې دنده ده باید تر ې هر قسم ساتنه او حفاظت وکړو، دالله تعالی کتاب قرآن عظیم الشان، نبوي سنت او مساجد احترام وشي.د سپین ږیرو او مشرانو عزت وشي .
دریمه ورځ اجتماع د قاري صیب عبدالمیهمن عاصم په تلاوت او د اصلا غږ راډیو مسئول مدیر محمد ګلاب توحیدیار په ویاندی سره پېل شوه .
لومړی درس د جمعیت اصلاح مرکزی شور ا غړی او د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح لخوا د قرض ورکولو او اخیستلو آداب تر عنوان لاندی موضوع باندې مفصله وینا ترسره شوه
دکتور صیب زیاته کړه چې اسلام يواځې د څو ځانکړو عبادتونو نوم نه دی بکې د ژوند ټولو برخه ته شامل دی چې معاملات يې هم یوه لوبه برخه تشکیلوي، اسلام دسود او سودي رټلې معاملې په کلکه سره ردوي او هغه خلکو سره الله تعالی او د هغه رالیږل شوی رسول صلی الله علیه وسلم د جنګ اعلان کوي.
دا چې څرنګه موږ د غربي نړۍ له دسایسو څخه خلاصون ومومو نو باید له هغه سودي معاملو څخه ځان وژغورو چې غرب يې په اسلامي ملکونو کې دسودي نظام رواجولو په موخه کار کوي.
په اسلامي ټولنه کې باید د قرض ورکولو روحیه غښتلی شي ځکه چې الله تعا لی وايی ( څوک شته چې الله تعالی ته قرض ورکړي … ) نو د یوحاجتمند د ستونزې پر مهال مرسته کول دا الله تعالی ته قرض ورکول دي.
لیکن متاسفانه به ووایو چې دقرض شناخت د اسلامي ملکونو څخه دختمیدو په درشل کې دی .
دکتور صیب د خبرو په ترڅ کې وویل چې : قرض په عادي حالت کې تبرع او مستحب کار دی لیکن په بعضو حالاتو کې فرض ګرځي لکه د یو چا مریض د مرګ په حالت کې وي نو باید حاجت لرونکي قرض وغواړي او له چا څخه چې غوښتل شوی هغه بایدقرض ورکړي . او په بعضو حالاتو کې قرض ورکول بیا حرام ګرځی لکه څوک چې له چاڅخه قرض اخلی او بیا پری نیشه شراب او قتل پری ترسره کوي . نو پداسی حالت کې بیا قرض ورکول جواز نه لري.
قرض باید د ضروریاتو لپاره واخیستل شي نه د تحسینیاتو پخاطر ، قرض ورکونکې د الله رضا په پام کې ولري، او اخیستونکی هم باید د قرض بیرته ورکړئ اراده ولري او دقرض ورکولو مدرک هم باید معلوم وي . قر ض ورکونکی د مادي نفعې په طمعه نه وي. ځکه چې کوم قرض څخه فایده پورته شي نو دا سود ګڼل کیږي .
بیا د مجمع علمي علماء افغانستان مشر او د قرآن پوهنو دورو موسس مولوی عبدالصبور حقاني لخوا د ټولنیز فساد او زمونږ مسئولیتونه تر عنوان لاندې موضوع باندی مفصله وینا ترسره کړه .
مولوی صیب زیاته کړه چې . په انفرادی توګه باندې ټولنه هیڅکه هم له فساد څخه نشي پاکیدلی او له دی امله عام عذاب هم الله تعالی نه رالیږي ، لیکن ټولنیز فساد چې پکې ځوانان سپین ږیرې ، نر او ښځینه فساد کې ښکیل شي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر پریږدی نو بیا به د الله تعالی عذاب اوقهر پری نازلیږي
نو بیا مولوي صیب د بنی اسرائیلو او یهودو له هغه کړنو څخه یادونه وکړه چې انبیاء علیهم السلام يی وژل لکه یحیی علیه السلام ووژه او عیسی علیه السلام يی پانسي ته کش کړ . همدغه حالت زمونږ د ټولنې هم دی چې کله مونږ د الله کتاب پریښې ؤ، د الله تعالی شعایرو بی احترامي مو پیل کړی وه ، تجارانو مو سود او ګروی طرف ته مخه کړی وه نو الله تعالی زمونږ حالت بدل کړ الله تعالی د امتحان په توګه روس پر مونږ مسلط کړ.
ځکه الله تعالی فرمايي چې ( بیشګه الله تعالی د یو قوم حالت نه بدلوي تر څو پورې چې هغوی خپله د ځانونو حالت بدل نه کړي)
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي چې اسلام نا اشنا پېل شوی ؤ او داسی وخت به ر اشي چې بیرته به خلکو ته نااشنا ښکاري نو زیرې دی هغه نا اشنا خلکو لپاره چې دوی فساد له منځه وړي او خلکو تر مینځ اصلاح راوړي.
اسلام دين دخلکو عقیده ، معاملات، تعلیم او فرهنګ کې د اصلاح راوستلو لپاره الله تعالی رالیږلی یعنی پیسی لاس ته راوړل عیب نه دی لیکن سود او احتکار پکي جواز نلري، تعلیم مخه درته خلاصه ده خو مختلط تعلیم څخه منع راغلی ، رسنیو ته پکی اجازه شته خو ډمتوب پکې منع دی او همداسی د ژوند ټولې برخې .
نو که چیرې مونږ او تاسی پر نیکیو امر کول او له بدیو څخه منع کول پریږدو نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايی چې بیابه تاسې دعا ګانې کوی او دعابه مو نه قبلیږي.
د اجتماع پای ( جمعې ورځ ) د استاد نقیب الله ثاقب لخوا د قرآن کریم په څومبارکو ایتونو تلاوت او دمحمد ګلاب توحیدیار په ویاندوی سره پیل شو .
په پېل کې ګډونوالو ته د خوږ ژبی ترانه ویونکی جواس سودايی صیب لخوا د قرآن کریم په اړه ترتیب شوی شعرګډونوالو ته وړاندی شو
لومړی موضوع چې عنوان يی ( دصدقاتو مستحقین ) ؤ د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدرس شیخ امین الله ازره وال صیب لخوا تقدیم شو .
شیخ صیب زیاته کړه چې : د زکات، عشر، سرسايی او فدیی مستحقین هغه وګړي دي چې یا خو هیڅ هم په کور کې نه لري او یا هم د حاجت په انداز شیان په کور کې نه لري ( فقیر اومسکین ) او یا د زکات په راټولو او ویش کې دنده لري ، بل هغه څوک چې د قرضداری لاندی راغلی وي او تری نشي خلاصیدلی، د الله تعالی په لاره کې جهاد کوونکی او یا تعلیم کوونکی ، بل هغه مسافر چې د سفر پر مهال ورسره څه پاتی شوی نه وي.
دزکات نه ورکولو اشخاص
غیر مسلم ته زکات ورکول جواز نه لري، په کسب ځواکمن ته نشي ورکولی، خپلوانو ( پلرنی مورنۍ ) میړه میرمن اوبالعکس ته نشي ورکولی ، خیریه ټولنو ته ورکول جواز نه لري البته چې يواځې فقیرانو ته د رسولو ژمنه کړي وي . عامه ځایونو آبادولو لکه سرک وغیر کې نشي مصرفولی، همدارنګه مساجدو او مدرسو په آبادی کې نشی ورکولی، د مدرسی استاذانو په معاش کې نشی ورکولی او دمسجد امام په تنخواه کې ورکول جواز نه لري البته د مدرسې د طالبانو په خوراک او څښاک کې ورکول جواز لري .
بیا د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استادنصیر احمد نویدي صیب وینا تر سره کړه
استاد د خبرو په ترڅ کې وویل : مونږ مسلمانان یو قرآني امت یو، قران عظیم الشان د ژوند ټولو برخو ته لارښونې لري ، د تېرو څولسیزو جنګونو او ناامنیو له امله مو ونشو کولی چې ځانګړۍ نظام ولرو، مونږ باید د خیر په هر کار کې ځان سهیم کړو، مالی او ځاني قربانۍ ته باید هر وخت تیار او آماده ووسیږو، ځکه چې دا د دین غوښتنه ده .
استاد زیاته کړه چې دغه قرآني اجتماعات او ددی ترڅنګ دسیرت دوری ،د اسلام پیژندنې دورې او ځېنې مهمو موضوعاتو په اړه کنفرانسونه ګردي میزونه ، دیني او فرهنګې سیالۍ او دځوانانو لپاره د نهاد جوانان مسلمان( نجم ) ټولنې ایجادمو دی لپاره کړی ارزو او امید مو دا دی چې په امنیت او وورګلوي فضاء کې سره ژوند وکړو، تر څو زمونږ تعلیمي فرهنګي او اقتصادي چارې مو په خپلو مټو ولاړ وي او سیاسي چارو واګې مو سم او اهل خلکو په لاسو کې وي تر څو موږ او ټول ملت د هوسا او آرامه ژوند ولرو. په اخره کې د ټولو ګډونوالو او محاضرینو څخه مننه وکړه.
د اجتماع اخري موضوع د مولوی صیب عبدالصبور لخوا وړاندی شوه چې عنوان يی ( دمسلمانانو وحدت او یووالي ته ضرورت )
مولوی صاحب زیاته کړه چې : اسلامي امت الله تعالی پیدا کړي ا و مکلف کړی چې عدل او انصاف به قایموي ، د ژوند په ټولو برخو کې انصاف ته اړتیا ده په عقیده ، معاملاتو او تعامل کې عدل او انصاف ، نو بیا به خلک د بنده ګانو له بنده ګۍ خلاص شي او دالله تعالی په بنده ګې کې به شامل شي ، د ظلم او وحشت څخه به خلاصی ومومي او د اسلام په عادلانه نظام کې به شامل شي، بیا به څوک قومیت، سمت ، او د ژبي لورې ته بلنه نه کوي تعصب او قوم پرستي به ختمه شي ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايی : چا چې عصبیت ته بلنه وکړه هغه زمونږ له جملې څخه نه دي .
الله تعالی هم فرمايی چې ( تاسی د الله تعالی پر رسۍ منګولی ولګوئ او مه بی اتفاقه کیږئ ) اسلام دین دوحدت لپاره دنیا ته رالیږل شوی ، کله چې مسلمانانو وحدت درلود نو کفري نړۍ پرې حمله نشو کولی، فتوحات هم دمسلمانانو په برخه ؤ .
هره کله چې غربي نړۍ وغوښتل چې مسلمانان سره بی اتفاقه کړي او د دوی تر مینځ اختلافات را ایجاد کړي نو په ملکونو سره وویشل، او بیا دموسساتو پذریعه پر مذهبي فروعي مسایلو اختلافاتو، ژبو او قومونو وویشل ، ترڅو پدی سره وکولی شي چې د دوی قوت له مینځه ویسی او ځان ته غلام جوړ کړي، ځکه چې مسلمان نن سبا یو بل د کفر فتوی ورکوي حال دا چې مسلمان ټول سره یو ملت ، یو قوم او یوه فرقه ده . د مسلمانانو د ستونزو حل وژنه نه بلکې د ستونزو په سمه توګه علاج کول پکار دي .
په اخره کې حقاني صیب د جنګ دواړو خواو باندې د صادقانه سولۍ کولو غږ وکړ ځکه چې د هر مسلمان دا فریضه او وجیبه ده چې د سولو په هلو ځلو کې ځان شریک کړي او دا يواځې په بین الافغاني تفاهم سره کیدلی شي چې عبوری دولت جوړ او جنګ دواړه خواوی سره ناستې ته آماده کړی ترڅو د خارجي قواو د پاتي کیدو بهانه له منځه ولاړه شی او د بین الافغاني تفاهم څخه مو مراد تسليمی نه بلکی د ورورۍ په فضاء کي د سولی میز ته کیناستل وي .
اجتماع د مفتي صیب په دعايی سره پای ته ورسیده .