د ۱۳۹۵ لمریز کال د حوت میاشتې ۵ نېټه پنجشنې ورځ سهار ۱۰ بجې د سلام عالي لېسې زده کونکی سیف الله لخوا د قرآن کریم په څومبارکو ایتونو تلاوت او د حبیب الله زیار په ویاندوی سره د نندارتون پرانیستې غونډه پېل شوه
پېليزه وینا د جمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول استاد عبدالرحیم صراف لخوا ترسره شوه .
استاد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نندارتون په اهدافو رڼا واچوله، استاد زیاته کړه چې څه موده مخکي جمعیت اصلاح افغانستان په ټول هېواد کې د داخلي تولیداتو او افغانیو بانک نوتونو د ترویج پروګرام درلود چې هدف مو یواځې د داخلی تولیداتوترویج او ورڅخه ملاتړ ؤ ، او دا نندارتون هم مونږ همدغه هدف لپاره په لاره اچولی تر څو زمونږ ملت پدی پوه چې اسلام یواځې د څو عبادتونو نوم نه دی بلکې د ژوند ټولو برخو ته پکې لارښونې لري، ځکه د مسلمان هر عمل چې په سمه طریقه او شرع سره برابر وي نو هغه عبادت دی، حلال رزق ګټل، له درواغو او دوکې، احتکار، فریب او سود څخه ځانه ساتنه. تر څو دملت او تجارانو تر مینځ د اعتماد فضاء رامینځ ته شي، او هیواد مو په خپلو خپو ولاړ او د ښه اقتصاد لرونکی شي.
بیا د ننګرهار ولایت پخوانی مرستیال محمد حنیف ګردیوال وینا ترسره کړه.
ګردیوال صیب د جمعیت اصلاح له ټولو فعالیتونو څخه خوښي وښوده او خاصتاً له نندارنون څخه یادونه وکړه وویل : چې د څو کالونو راهیسې زه پکې اشترا ک کوم چې ډير مفید او په زړه پوری وي او له هېوادوالو يې غوښتنه وکړه چې د داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي.
بیا د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وینا تر سره کړه شیرزاد صیب د خبرو په ترڅ کې وویل چې صنعت کاران باید دلته پانګونه وکړي ځکه چې مشرقي سیمه د تجارت لپاره ډیره مهیا ده .
بیا په وارسره د ننګرهار دپوهنې اداري مرستیال سید اسحاق سادات، دولایتي شورا منشي محمد درانی، دلغمان د زراعت رئیس محمد جمیل خوشحال، د خواري کښود سرتاسري اتحادیي رئیس عبید لیاقت او د نندارتون ګډون کوونکو په نمائنده ګې ضیاء الدین همت ویناوي او دنندارتون په اړه نظریات شریک کړل .
او بیا په ګډه سره د پرانیستې پټې پرې کړای شوه او نندارتون د پنجشنې سهار لسو بجو څخه تر جمعې ورځې ماښامه پورې د هیوادوالو پر مخ پرانیستې ؤ . چې زرګونو خلکو ورڅخه ننداره وکړه .
په یاد نندارتون کې 55 مختلفو شرکتونو ګډون درلود چې مختلف داخلي کرنیز، صنعتي او فرهنګې توکې پکې نندارې ته وړاندې شول. د نندارتون ګډونوالو ډیره خوښې وښوده چې جمعیت اصلاح ورته د خپلو داخلې توکو د پیر او پلور تر څنګ د بازاریابۍ ښه فرصت په لاس ورکړې