( اصلاح رسنيز ګروپ – عبدالله حامد)
د ۱۳۹۵ لمریز کال د جدي ۶ مه نېټه دوشنبې ورځ ماسپښین ۲ بجې یاد کنفرانس په جلال آباد ښار بېز اکمالاتی د امام ابو یوسف په عالي دارالعلوم کې د استاد محب الله په ویاندوی او د قاري صیب بلال احمد په تلاوت سره پېل شو .
پېليزه وینا د جمعیت اصلاح مرکزي شوری غړی او د ننګرهار پوهنتون استاد مولوي محمدشریف رحماني لخوا ترسره شوه
استاد د خبرو په ترڅ کې وویل : چې تاریخ له هیچا هم سترګې نه پټوي، ښه او بد څېري په ګوته کوي، تاریخ مونږ ته ښودلی چې هیڅکله هم د ظلم او استبداد سره حکومت بقاء نشي پیدا کولی، د نړۍ لوی طاقت روس وغوښتل افغانستان هم د هغه مستعمره هیوادونو په څېر چې د روس تر سیورې لاندې ؤ د خپل وحشیانه تسلط لاندې راولي .
استاد زیاته کړه چې : لومړي ځل په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د کمونیست ګوند په افغانستان کې پېل وکړ چې لومړنی کودتا سره داؤد خان يی واګي ته ورسوه ،چې د دی په بادشاهی کې اکثره لوړ پوړي چارواکي د خلق او پرچم څخه ؤ، په ورستیو کې يې د روس سره اړیکي خرابې شوی او مخه يې امریکی ته شوه، بیا په کودتا سره ترکی واګې ته ورسیده چې د ترکي په لومړیو کې جهاد پېل شو او موج يي واخیست چې داسلامي نهضت بنسټ ایښودونکي پوهاند غلام محمد نیازی ، مولوي حبیب الرحمن، عبدالرحیم نیازی و غیره ورسره ملګري ؤمبارزه شروع کړه ، بیا امین د ترکي په مرګ سره واګۍ ته ورسیده ، د روسي پلانونه په ناکامیدو شول ، نو ببرک کارمل روس ته وویل که چیرې تاسې افغانستان ته رانشي نو افغانستان به له لاسه ورکړی ، چې په نتیجه کې د ( دری لکه ) پوځ سره افغانستان باندې یرغل وکړ او کارمل د تاشقند راډیو څخه بیانیه ورکړه، کارمل يي د تخت پر ګدي کینوه .
دافغانستان میړانه ولس ( ۱۵ ) کاله جګړه چې ( ۹ ) کاله يی مستقیماً د روسانو سره ترسره کړه او په پاېله کې د افغان ولس په میړانې او د دوه نیم ملیونو شهیدانو په نذرانه د روسانو امیدونه له خاورو
سره خاوری شول او شرمیدلي له افغانستان څخه پر وتلو مجبور شول .
کنفرانس دوهم ویناوال د جمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول استاد عبدالرحیم صراف ؤ .
استاد په پېل کې استعمار باندې رڼا واچوله او زیاته کړه چې : قوي او طاقت لرونکي هېوادونه غواړي چې پر دریمې نړۍ (اسلامي هېوادنو) فکری یرغل وکړي چې اوسنې استعمار نه یواځی فکري بلکې عسکري، فکري. اقتصادي او سیاسي یرغل کول هم غواړي .
استاد خبرو په ترڅ کې وویل چې : د روسانو د راتګ لاملونه څه خارجي دی او څه بیا داخلي .
د روسانو خارجي راتګ لاملونه : تودو اوبو ( بحر ) ته ځان رسول ، د انګریزانو او افغانانو تر منځ قوي مخالفت ، سوړ جنګ (اروپا او روس د اسلام پر خلاف یو ډول مبارزه )، ګوندي تبلیغات د روسانو لپاره او روسانو لخوا افغانستان دخپل نفوس ساحه ګڼل.
داخلي اسباب : هېواد کې دیني علومو ته عدم توجه، د عامه خلکو پوهاوي لپاره وسایلو نشتون، دولتي تعلیمي نصاب کمزورتیا، د مساجدو امامان او علماء د وخت خلکو ته ځواب ویونکي نه ؤ ، د مدارسو لیسو او پوهنتونونو استاذان محافظه کار ؤ، اقتصادي بی حده وروسته پاتی والی، ساینسي مضامینو سره سطحی تعلق او له دین څخه بې خبري ، روسانو ته په ګټه تبلیغات، استاذانو ته حقوق نه ورکول، په خلق او پرچم کې د نه منظم کیدونکو محصلینو تکلیفول، د علمي اوشعوري سطحې ټیټوالی، خارجي تعلیمي برسونو باندې د ځوانان لیږل، د سفارتونو لخوا په پوهنتونونو کې مستقیماً مداخله ، افغان حکومت داسلامپالو څخه ویره ، د وخت حکومت سره د علماؤ تیز برخورد، د سیاسي بصیرت عدم شتون ، افغاني لیکوالانو دیني قشر پسې لیکنې او د اسلامي ډلو عدم شتون .
صراف صیب زیاته کړه چې روسان د مجاهدینو مقاومت او یو نیم ملیون شهیدانو په نذرانه کولو سره وتلي دغه ویاړ يواځې دافغانانو دی باید بل چاته ورنکړل شي ، په اخره کې استاد د کنفرانس ګډونوال تاریخ کتابونو مطالعې ته وهڅول تر څو د استعمار اهداف، پلانونونه او خپل اتلان او قهرمانان وپېژنو .
کنفرانس د الفلاح پوهنتون استاد نقیب الله ثاقب صیب په دعائیی سره پای ته ورسید .