( اصلا ح رسنيز ګروپ – عبدالله حامد)
د ۱۳۹۵ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶ مه نېته دسیرت ځانګړې اونۍ دپای ورځ په ویاړ دننګرهار اصلاح غږ راډیو لخوا راډیوي کنفرانس د حبیب الله زیار او محمدګلاب توحیدیار په ویاندوې او قاري صیب عبدالمالک مظلومیار لخوا د قرآن کریم څو مبارکو ا یتونو په تلاوت سره پېل شو.
په پېل کې قدرمن ورور فضل الدین سراجي لخوا حمد او نعت شریف درنو میلمنو او اصلاح غږ راډیو اوریدونکو ته تقدیم کړ
لومړی موضوع (نړۍ ته د محمدصلی الله علیه وسلم د راتګ هدف او غایه) چې د سلام پوهنتون استاد او امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدرس مولوي صیب محمدنعیم جلیلي لخوا تقدیم شو .
جلیلي صیب دخبرو په ترڅ کې وویل : چې د ټولو پېغمبرانو او خاصتاً د پېغمبر صلی الله علیه وسلم رالیږلو هدف امت ته د اسلام دين په شامله توګه ښودنه وه چې وايي ( انما بعثت معلماً ) د الله تعالی پیغام په درست شکل امت ته رسول چې په دنیا کې د نیکمرغۍ ژوند تیرولو، د الله عبادت په درست شکل تر سره کول ، او مخلوق سره ښه تعامل او ښه سلوک کولو لپاره انبیاء علیهم السلام رالیږلي الله تعالی فرمايی:
(وَلَقَد بَعَثنا في كُلِّ أُمَّةٍ رَسولًا أَنِ اعبُدُوا اللَّهَ وَاجتَنِبُوا الطّاغوتَ ۖ فَمِنهُم مَن هَدَى اللَّهُ وَمِنهُم مَن حَقَّت عَلَيهِ الضَّلالَةُ ۚ فَسيروا فِي الأَرضِ فَانظُروا كَيفَ كانَ عاقِبَةُ المُكَذِّبينَ ) ﴿۳۶﴾.
ژباړه : او خامخا په تحقیق لیږلی ؤ مونږ په هر (پخواني ) امت کې یو رسول ( چې وايي دوی ته ) چه عبادت کوئ ( یواځې ) د الله تعالی او ځان ساتئ تاسې له شرابو ( باطلو معبودانو) څخه نو ځېنې له دوی هغه ؤ چه ورته هدایت وکړ ( لاره وروښوده ) الله او ځينې د دوی هغه ؤ چه ثابته شوه پرې ګمراهي ( نو قبول يې نه کړ احکام د رسولانو ) نو وګرځئ تاسې په ځمکه کې ( ای مشرکانو! ) نو وګورئ په نظر د عبرت سره ) چه څرنګه ؤ (عاقبت اخره خاتمه ) د دروغجن کوونکو( دانبیاؤ؟ )
هر نبی خپل امت ته د الله عبادت ترڅنګ هغه اخلاقي بدیو ته اشاره کړی چې د وخت خلک پری اخته ؤ چې قرآنکریم د مخکینی امتونو حال بیان کړی لکه په وزن اوپیمانه کې کمښت ،سحر جادو،د الله د شعایرو بی احترامي و غیره څخه یادونه کړی.
انسان ته د انسانیت رهبرۍ لارې ښودلې الله تعالی فرمايی ( هُوَ الَّذي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدى وَدينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ)
محمد صلی الله علیه وسلم ویرونکی او زیرې ورکونکی د بعثت هدف د الله بنده ګې په شمولي توګه پیژندل چې د عباداتو ترڅنګ ټولنیز کړنو ، سرنوشت ټاکلو او معاملاتو ته هم شامل دی .
په کوم قوم کې چې فحشا ډیره شي نو الله به ورباندي داسې عذابونه راوړي چې مخکي قومونو کې به نه وي لیدل شوی .پدې لحاظ هم هغه امتونه الله تباه کړي چې خپل پیغمبر خبره او دعوت يې نه دې منلې .
د حجه الوداع په حج کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هغه اوږده خطبه کې د الله تعالی د عبادت تر څنګ د مظلومو خلکو سره مرسته او حقوق بیان کړل او بیا وايی چې شاهد اوسئ چې ما د الله پیغام ورسوه .
د پیغمبر صلی الله د رسالت بل هدف دا دي چې وايي زه کره او نیکو اخلاقو پورکیدا لپاره استول شوی یم (بعثت لا تمم مکارم الاخلاق )
په اسلامي اخلاقو کې بیا قمار،رشوت، احتکار او نور ناوړه اخلاق نه وي او یواځي ټولو نیکو اخلاقو ته بلنه او خلکو ته دعوت ورکړل شوی خلص دا چې اسلام دین او محمدی رسالت د انسان د پیداښت نه تر قبره پورې احکام لري اود ژوند پوره نظام پکې پروت دی .
بیا چواس سودايي صیب نعت شریف حاضرینو او اصلاح غږ راډیو اوریدونکو ته وړاندې کړ .
دوهم ویناوال د ننګرهار پوهنتون استاذ دکتور نجیب الله صالح چې ( سیرت د البم څخه څو انځورنه ) پروګرام ته د مکي دور لنډ انځور يې په مختصر توګه توضیح کړ.
دکتور صیب زیاته کړه : الله تعالی خپل خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ماشومتوب څخه يې له هر قسم ناوړه کارونو څخه ساتلی چې هیڅ قسم ګناه ورڅخه نده تر سره شوی. بلکې با اخلاقه، صادق د امین په صفت سره مشهور ؤ حتی د حجر الاسود تیږی د ایښودلو په لانجه کې د نوموړي رول او په هغه باندې د خلکو د باور او اعتماد یوه بېلګه وه .
او ټول نړۍ دی ته منتظر و چې داسې نبي به په جزیره العرب کې راځي چې له بیکاره تمدنونو څخه به خلک خلاصوي لکه سلمان فارسي له فارس څخه پدی اړه له معلوماتو څخه وروسته دغه ځاي ته ځان رسولی.
لومړی وحی چې په غاره حرا کې ورباندی نازلیږي (اقراء باسم ربک الذی خلق ) په داسي حال کې چې دی نه لیکل کولی شی او نه لوست پدی سره هغه خلکو قول ردیږي چې هغوی وايی دا کتاب له خپل ځانه جوړ کړی .
لدی ورسته بیا وحې يو څه موده بندیږي او بیا ورباندی د دعوت لومړي مرحله پیلیږي (یا ایهالمدثر قم فانذر ) د پټ دعوت مرحله د ارقم بن ارقم په کورکې په خفیه توګه چې کفار تر ي هیڅ نه خبريږی او دوی دلته د دین مذاکره او خپل دعوتي کارونه پرمخ بیایي.
دوهمه مرحله د ښکاره دعوت چې پیل يې د دغه ایت نزول سره کيږي چې ( و انذر عشریتک الاقربین ) صفا په غونډی کې يې خپلوان راټول کړ او بیا ورته د اسلام دعوت ورکړ چې پدي سره ( تبت یدا ابی لهب ) سورت هم نازلیږی.
پدغه مرحله کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم ا او صحابه کرام له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږي، په تعذیبونو او مشقتونو کې ژوند تیروي ، د مکې مشرکین د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر خلاق بد تبلیغات کوي او د دعوت خپراوي مخه نیسي نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وغوښتل چې د مکې څخه بیرون نورو خلکو ته پیغام ورسوي د طایف سفر منځ ته راځي په دغه سفر کې هم هغه ته څومره صدمه رسیږي ، همدارنګه د اسراء او معراج واقعه منځ ته راځي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم اراده وکړه چې د مدینې ښار د اسلامي دولت جوړولولپاره ټاټوبې وټاکي چې پدې سره د بیعت اولی او بیعت ثانیه لاسته راوړنې منځ ته راځي چې دا دواړه بیعتونه د اسلامی دولت دجوړښت لپاره یو لوی ګام ؤ
په مکي ژوند کې د عقیدې جوړونې اوانسان جوړنې لپاره کار تر سره شو چې صحابه کرامو لخوا پر تکلیفونو باندې صبر او استقامت وښودل شو او بیا په مدینه کې د امر او نهي او حلال اوحرام احکامات نازل شو.
قاری صیب عبدالمالک مظلوم یار لخوا تیار شوی حمد او نعتیه کلام وړاندې شو .
د امام ابویوسف عالي دارالعلوم مدیر او جمعیت اصلاح جلال آباد سیمه ایز دفتر مسئول مولوی صیب میر عباس ګوهري لخواد مدني مرحلي په اړه مختصر توګه وینا ګډونوالو او اصلاح غږ راډیو اوریدونکو ته وړاندې شوه :
مولوي صیب زیاته کړه: غواړم چې مکي ژوند په دری ابعادو باندې بحث وکړم :
۱ – ولی خپل زیږیدني ځای ( مکې ) څخه مدینی ته ولاړ؟ څه لامل ؤ؟
۲-د مکي ژوند او مدني ژوند توپیرونه
۳ -د ژوند مراحل
په حقیقت کې که وګورو نو د یو فکري قوت پيدا کولو لپاره دری مهم عناصر اړین دی :
۱ – د دعوت او فکر ته ژمن افراد
۲ – ټاکلي هدف ته درسیدلو لپاره ټاکلی منهج
۳ – ډاده او پرامنه فضاء
په مکي ژوند کې افراد يې پیدا کړل د ټاکلی هدف لپاره ټاکلی منهج يي هم پیدا کړ لیکن دریم عنصر شتون نه درلود.
د ټولو انبیاؤ درسالت هدف د هغه په ژوند کې د نظام اقامت ، د الله تعالی عبادت او د پیغمبر پېروي ده .
توپیرونه : مکه کې مسلمانانو تر منځ ټولنیز ژوند شتون نه درلوده چې يو ځاي شي ولی په مدینه کې بیا د مسلمانانو ترمنځ یووالی او اخوت موجود ؤ، په مکه کې يواځې د مشرکینو سره تعامل ؤ لیکن په مدینه کې مشرکان ، یهود او نورو قبایلو سره مخه شوه کوم چې د مدینی شاه اوخوا کې ستوګن ؤ، په مکه کې نظري دعوت ؤ په مدینه کې بیا له تمدنونو سره مخ شول لکه روم فارس وغیره ،په مکې مرحله کې ساحه تنګه او مدینه کې بیا ساحه پراخه شوه .
مدني ژوند لس کلن ژون په دری برخو ویشل کیږي :
۱ – مدني ژوند د هجرت دلومړي کال څخه تر هجرت شپږم کال د صلحی حدیبې پورې
د اسلامي ټولنې د تاسیس مرحله شمیرل کیږي، چې پدغه مرحله کې داخلي اوبیروني دښمنانو غوښتل او هڅې کولی تر څو اسلامي ټولنه او مسلمانان له منځه یوسي لیکن پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر صلح حدیبی پورې د اسلامي ټولني جوړښت لپاره دري ګونې اصول کیښود ( ۱- د مسجد قباء تاسیس،۲ – د مهاجرینو او انصارو( اوس او خزرج ) تر منځ ورورګلوي ۳ – د مدیني شا اوخوا کې میشت یهودو سره معاهدې اوتړون ) .
د هجرت په دوهم کال بدر ،احد او احزاب غزاګاني رامنځ ته شول.
دوهم مرحله حدیبې صلحې څخه تر د مکې فتحې پورې دوه کلنه موده چې د الله د پیغام د رسونی لپاره ساحه پراخه کړه هدف يی دا ؤ چې دمدیني څخه بیرون فارس او روم ته هم بلنه ورکړي خیبر غزا منځ ته راغله نو پدغه مرحله کې یهودو خپل تعهدات مات کړل.
دریمه مرحله د مکې فتحه چې په اتم کال کې رامنځ ته شوی ده تر د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم رحلت پورې د تبوک غزا حجه الوداع رامنځ ته شوي ، مقصد يې دا وو چې د الله تعالی د حکم منلو لپاره یو داسي نظام جوړ کړی چې ټول مخلوق پکې عدل او انصاف وګوري او دالله تعالی عبادت پکې په آزادانه توګه وکړای شي .
بیاد محترم ورور سعید قرار په زړه پوری نعت د اصلاح غږ راډیو اوریدونکو ته وړاندې کړ .
وروستې ویناوال د جمعیت اصلاح د ختیځ زون د دعوت ارشاد مسئول مولوي صیب محمد اسماعیل مشفق (د نبوي سیرت، درسونه عبرتونه او انځورونه ) تر عنوان لاندې موضوع په هکله وینا تر سره کړه :
مولوي صیب زیاته کړه : پیغمبرصلی الله علیه وسلم باید مونږته په ژوند ټولو برخو کې بېلګه وي، د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د صورت او سیرت په سمه توګه له صحیح مصادرو څخه مونږ په صحیح سند سره رارسیدلي دي .
سیرت مسلمانانو او ټول انسانیت ته دژوند ټولو برخو ته لارښونې لري،نبوي سیرت مونږ صبر زغم او خلکو ته خیر غوښتنې ته لارښونه کوي او له هر قسم شر څخه د ځان ژغورنې لپاره پکې انځورونه پراته دي ، همدارنګه د بلونکو او اصلاح راوړونکو ته پکې هم درسونه او عبرتونه پراته دي او هغویوته په ډاکه دا ښودنه کړیده چې څرنګه په حکمت سره دعوت وکړي ، داسلام شمولی معنا مونږ ته ښايي ، د پیغمبر او صحابه کرامو له تکالیفو او مشقتونو څخه مو خبروي، دسیرت په پوهيدنې سره مونږ په دین باندی پوهیدای شو ، نبوی سیرت مونږ او په ټوله کې د اسلامي امت د یووالی سمبول دی ، چې څرنګه هغه جنګجوی قومونه سره یو ځای کړل، ورونه ورونه يی وګرځول. دسیرت لوستل مونږلپاره د فرهنګې برخې بډاینې لپاره لویه وسیله ده.
په اخره کې د جواز سودايی، سعیدقرار او عبدالمالک مظلومیار دری واړو په غبرګه اوازو سره په زړه پورې نعتیه کلام وړاندی شو.
د سیرت له البم څخه څو انځورنه یاد پروګرام زما په دعائیه سره پای ته ورسید .