( اصلاح رسنیر ګروپ – عبدالرحیم میاخیل )
د ۱۳۹۵ لمریز کال د قوس میاشتي په ۲۶ نېټه دجمعی په مبارکه ورځ لغمان ولایت په مرکز سراج تاریخي بڼ کې دجمعیت اصلاح لغمان څانګې په نوښت دسیرت النبی صلی الله عیله وسلم کنفرانس جوړ شوی ؤ.
یاد کنفرانس دقاری صیب عبیدالله روحانی په تلاوت سره پیل شو، ورپسی په لغمان کې دجمعیت اصلاح سیمه ایز دفتر مسئول ښاغلی مولوي محمدعثمان اخلاص لخوا کنفرانس ګډونوالو ته پېليزه وینا تر سره شوه.
اخلاص صیب د خبرو په ترڅ کې وویل : دغه ډول کنفرانسونو په جوړولو سره موږ کولی شو چی ځوان نسل ته دسیرت په اړه یو ښه پېغام ورکړو ترڅو ځوانانو ته دغه روحیه ورکړل شي چې دخپل خوږ پیغمبرصلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړی.
بیا دکنفرانس لومړی ویناوال دننګرهارپوهنتون دشرعیاتو دپوهنځي استاد او دجمعیت اصلاح دمرکزي شوری غړی دوکتورنجیب الله صالح لخوا دکنفرانس برخه والو ته د رسول الله صلی الله عیله وسلم د ژوند په بېلابېلو برخو باندې رڼا واچوله او ګډونوال یې درسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعې او بیا پرې د عمل کولو ته وهڅول.
ورپسې دروښان د عالي لېسې مدیر الحاج میارسول حمیدیار لخوا دکنفرانس ګډونوالو ته چمتو شوی یو شعر چی د رسول الله دسیرت او دعوت په اړه ؤ وړاندی کړ.
په اخر کې قاری صیب فاروقی یوه نعتیه کلام تقدیم کړ او یاد کنفرانس دلغمان دعالي دارالعلوم دپیاوړي استاد مولوي حبیب سرور سادات په دعا سره پای ته ورسید.