د احمد شاه بابا مینې ساحوی دفتر د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زوکړی په مناسبت د حضرت محمد (ص) د سیرت، اخلاقو، مواصفاتو او کړو وړو په اړه علمی کنفرانس د احمد شاه بابا مېنې د ۵ بلاک د عثمان ابن عفان په جامع مسجد دایر کړ چی په سلګونو خلکو په کې ګډون وکړ.
کنفرانس د قاری عبد الرحمن د ابی ابن کعب د مدرسی مدیر اتفاق مسجد امام په تلاوت پیل شو. د کنفرانس لومړنی ویناوال شیخ القرآن احمد الله صافی، ګډون کوونکو ته د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د قربانیو په اړه چی د خپل امت لپاره یی د نبوت په دوره کی د هغوی د تیارو څخه د راویستلو په اړه ورکړې رڼا واچوله او هم یی د نبی کریم (ص) د نبوت سپیڅلی اخلاق او رفتار په اړه معلومات د ګډونوالو سره شریک کړل.
استاذ احمد الله صافی وویل چی د ایمان بشپړکیدل د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره د مینې او محبت په درلودلو سره رامنځته کیږی، مینه او محبت یواځې په دی نه راځی چی موږ په یوه غونډه کې د حضرت محمد (ص) مواصفات او اخلاق بیان کړو، بلکې د محمد (ص) سره مینه د مطهره سنتو د عملی کیدو په ترڅ کی رامنځته کیږی.
استاذ صافی د غونډې د ګډونوالو وغوښتل چی په ټولنه کې د مثبت تغیر لپاره د حضرت محمد (ص) د دعوت لاره خپله کړي او د شته ناخوالو د رفع په خاطر یو بل ته لاسونه ورکړي او د اسلام مبارک دین د صحیح پوهاوی له لارې د خپلو کورنیو او ټولنې په اصلاح کې رغنده رول ولوبوي.
د کنفرانس دوهم ویناوال د احمد شاه بابا مېنی د علماو د شوری ریس مولوی صاحب زین العابدین هم په لنډه توګه د نبوی سیرت یو شمیر واقعات بیان کړل او هغه هم له خلکو وغوښتل چی د اسلام په مبارک دین درسته پوهه حاصل کړی او د فکری مسلمانانو په توګه د دینی عالمانو او د اسلامی خوځښتونو تر څنګ د ټولنې په اصلاح کی ودریږي.
د غونډې په ترڅ کې یو شمیر نعتیه کلامونه او ترانې هم تقدیم شوې. غونډه د حضرت عثمان د جامع مسجد په دعایه پای ته ورسیده.
د احمد شاه بابا مېنې ساحوی دفتر