جهادي شخصيت او د سولې عالي شورا غړي حاجي صاحب دين محمد د جمعيت اصلاح له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه
په دې کتنه کې چې د جمعيت اصلاح قيادت او يو شمېر مسؤولينو ګډون درلود چې د هېواد په روانو حالاتو رڼا واچول شوه.
په ناسته کې د روان بحران څخه د افغانستان د ويستلو او په دې برخه کې په لا زيات کار کولو هر اړخيز بحث وشو.
حاجي صاحب دين محمد د جمعيت اصلاح فعاليتونه و ستايل او د خپل هر اړخيز ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
د جمعیت اصلاح رئيس دکتورعبدالصبورفخري په دی غونډه کی وویل چې جمعیت اصلاح د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د افغانستان د هر اړخيزې رغونې لپاره یې مټې را نغښتي او په دې لاره کې یې ګڼې هڅې کړي دي.
محترم دکتور فخري له حاجي صاحب دين محمد څخه مننه وکړه، چې د جمعیت اصلاح دفتر ته په راتګ سره يې خپلې تجربې له مونږ سره شريکې او لارښوونې وکړې.