(اصلاح رسنيز ګروپ – عبدالله حامد )
په ختېځ زون ننګرهار کې د منظم او مؤثر دعوت په لور درې ورځنۍ سمينار (مخیم) چې د ۱۳۹۵ لمريز کال عقرب میاشتې په ۲۶-۲۷ -۲۸ مه نېټه چهار شنبې ورځ ماښام په جلال آباد ښار، کابل هډې تر څېرمه په حاجې کیمپ کې د استاد محمدشریف رحماني لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو تلاوت او د استاد محمد عثمان اخلاص په ویاندوې سره پېل شو.
پرانستونکي وينا د جمعيت اصلاح ختيځ زون او د سمینار عمومي مسئول استاد عبدالرحيم صراف واوروله استاد راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه : جمعیت اصلاح د خپلو فعالیتونو په لړ کې ذکر شوی سمینار په لاره اچولی چې موخه يې ځوانانو ته سالمه تربیه ، روحانې اړخ تقویه ، سیاسي بصیرت، او د وړتیا لوړنه ده تر څو ځوانان وکولی شي چې د ژوند په هره برخه کې پوهه تر لاسه کړي .
بیا د ختیځ زون د تربیت مسئول او د سمینار مرستیال استاد غلام الرحمن فقیر زئ لخوا د داخلي نظم په اړه هدایات ګډونوالو ته وړاندې شو.
د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي لخوا وینا ګډونوالو ته تقدیم شوه استاد د خبرو په ترڅ کې وویل : د هر څه نه مخکی مونږ سولې ته اړتیا لرو، جنګ د حل لاره نه ده، بیا يې سمینار ګډونوالو ته ځانګړې سپارښتنې وړاندې کړ چې د روحي جانب تقویه کول، ځان کورنۍ او ټولنۍ په اصلاح کې هڅانده رول درلودل، د ژوند په هره برخه کې له وسطیت او اعتدال څخه کار اخیستل، د ورورګلوي (اخوت) مظاهره کول ، مطالعې ته په جدي توګه پاملرنه، ليکوالي، شعر او شعری ته يې وهڅول او زیاته کړه چې مشرقي د ادب ټاټوبې دی چاپي رسنۍ لکه ژوند مجله وغیره بېرته فعاله کړی شي.
د محترم ورور مطیع الله عالمزي لخوا په زړه پورې ترانه وړاندی شوه .
بیا د سلام پوهنتون استاد او دامام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدرس محمد نعیم جلیلي لخوا (د اهلسنت والجماعت فکري بنسټونه) موضوع باندې مفصلی خبری تر سره شوی چې ګډونوالو لپاره ډير اړین او په زړه پوری ؤ استاد د اهلسنت والجماعت تعریف د هغه حدیث په استناد وکړ چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي ( ما انا علیه و ا صحابي ) چې اهلسنت والجماعت يې ناجیه فرقه بللی ده .
د اهلسنت والجماعت تر منځ په جزئي احکامو او مصلحتونو په جوړښت کې اختلاف چې دا دواړه مذموم نه دی بلکې یواځې د صف جداوالي، فرقيي او عقیدوي اختلافات مذموم دي .
اهلسنت والجماعت په ځانګړتیاؤ کې استاد زیاته کړه چې : وحدت رامنځ ته کوي،بی ځایه اختلافاتو څخه ډډه کوي، او که اختلاف هم کوي نو د قواعدو پر بناء يې کوي ، د شریعت مصادر څلور ګڼي ( قرآن، سنت، اجماع او قیاس )د نقل او عقل تر منځ توازن رامنځ ته کوي لکه سیاسي قضایاؤ کې شریعت عمومي قواعد وضع کړي نور يې عقل ته پکې ډیر مجال پريښی، همدارنګه په معاملاتو کې نسبت نقل څخه عقل زیات رول لري، او په احوال شخصیه کې بیا د نقل توازن لوړ دی نسبت عقل ته، او په عباداتو کې بیا یواځې نقل څخه کار اخیستل شویدی.
همدارنګه په تقدیر باندې ایمان لرل، چې دجبریه قول ردوي ځکه چې الله تعالی چاته هم د امر په صیغه نه دي لیکلي چې فلان دی دا کار وکړي بلکې دخبر په صیغې سره لیکل شوي چې فلان به دا کار کوي، محکماتو او متشابهاتو تر منځ توپیر پيژندل ، او د امامت ټاکنه د ټولو مسلمانانو تولنیزه دنده او فریضه بولي.
استاد زیاته کړه چې : اهلسنت والجماعت د خلکو تکفیر څخه ځان ساتي، او په بعضې وختونو کې یوه وینا د کفر وي خو شخص پري نه کافر کيږي چې مانع واقع شوی وي لکه په اکراه سره د کفر لفظ ویل، هیڅکله هم اهلسنت والجماعت فیصلې په تعصب نه وي ولاړ ، جرحه د پوهې پر بناء باندې کوي، په قول کې تبین (وضاحت) ته زیاته پاملرنه کول، او کړنې د خیر لورې ته محول کوي، دهیجا په یوه کړنه فیصله نه کوي، او همدارنګه د یو فرد په خبره او کړنه ټول جماعت نه بدناموي.
بیا د جمعیت اصلاح مرکزي شورا غړی او د سلام پوهنتون علمي مرستیال دکتور مصباح الله عبدالباقي د (د معاصر استعمار حقیقت او وسایل) تر عنوان لاندې موضوع باندې رڼا واچوله :
دکتور صیب د خبرو په ترڅ کې وویل : دعسکري استعمار څخه فکری استعمار زیات خطرناک دی، د دریمې نړۍ هېوادونو د وروسته پاتی کیدو سبب هغه بې ځایه تبلیغات دي چې د ډیرې مودې څخه دخپراوي لپاره کار کیږي، لکه غرب وايی چې : (داسلامي نړۍ وګړو ته پکار دي چې د تدین څخه په هماغه شکل ځان خلاص کړی لکه څرنګه چې غربي نړۍ ځان خلاص کړی دی) د علمي پرمختګونو مخنیوي سره غواړي چې په فکري، اخلاقي او دیندارۍ په ساحه کې منفي بدلون راوستلو ته زمینه مساعده کړي.
لیکن داسلامي حرکت شعار دا دی چې ( الاسلام هو الحل ) تر څو چې اسلامي نړۍ او ټول انسانیت الهي دین ته د ژوند په ټولو برخو کې ونه ګرځي نو دغه بد حالت به يي بدلون ونه مومي.
دکتور صیب زیاته کړه: چې داسلامي نړۍ هر وګړی مسئول ګڼل کیږي تر څو دغرب او غربي نړۍ له دسیسو څخه ځان خبر کړی او د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
همدرانګه مولوی میر عباس ګوهري، دکتور نجیب الله صالح،شیخ امین الله ازره وال، مولوی محمد شریف رحماني، محمد ګلاب توحیدیار لخوا مختلفو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته محاضرې، ورکشاپ، دجمعې شپې حفل السمر او د ترانې ټیم لخوا په زړه پورې ترانې وړاندې شول.
په اخره کی دجمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول لخوا د پای وینا تر سره شوه او سمینار د مولوی صیب زیبر مخلص په دعائی سره پای ته ورسید.