اصلاح رسنيز ګروپ
د ۱۳۹۵ لمريز کال د عقرب میاشتې په ۱۳- ۱۴ مه نېټه پنج شنبې ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته په جلال آباد ښار بېزاکمالاتي د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم کې د قاري صاحب قیام الله لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو تلاوت ،د محمد ګلاب توحیدیار اوعبدالبصیر عظیمي په وينادويۍ سره پېل شوه.
پرانستونکي وينا د جمعيت اصلاح ختيځ زون مسئول استاد عبدالرحيم صراف واوروله استاد راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه چې مسلمان باید خپل د ژوند هدف وپیژني، د انسانیت د پیدایښت هدف پيژندنې او تزکيې لپاره اړینه ده چې داسې ټولنیز پروګرامونه په لاره واچول شي، مونږ باید خپل مسئولیت درک کړو د هر ډول فساد له منځه وړلو کې او یاحد اقل د کنترول په برخه یو بل سره مرسته وکړو، تر څو په ټولنه کې نیکي په بدي باندې غالبه شي .
صراف صیب زیاته کړه : جمعیت اصلاح د ژوند په ټولو برخو کې ځانګړې څانګې لري د پوهنې او عالي تحصیلاتو په برخه کې مدرسی ،لېسې او دارالمعلیمن ، د ځوانانو لپاره ( نجم ) د ډاکټرانو لپاره (طبی ټولنه )د خویندو لپاره جلا څانګه، د خیريه کارونو لپاره ( احساس خیریه ټولنه ) فرهنګ په برخه کې ، راډیو ګانې او چاپې رسنې ، د وړتیا لوړونې څانګه او دسپین ږیرولپاره ځانګړې پروګرامونه چې دغه ولسي دیني اجتماع يې یوه بېلګه ده.
استاد دخبرو په ترڅ کې وویل : اسلام دین له مسلمان څخه په پوره دین کې د د اخیلدو او ارشاداتو پلي کولو غوښتنه کوي نو دجمعیت اصلاح افغانستان د ټولو څانګو پروګرامونو څخه موخه دا وي چې څرنګه خپل ولسونه ددین سره وتړي د دښمن له هر ډول دسیسو يې باخبر وساتي او د مخنیوي لپاره لاري چارې ولټوي .
بیا د اجتماع مسئول مولوی صیب محمد اسماعيل مشفق لخوا د د اخلي نظم په اړه هدایات ګډونوالو ته واورول شو.
دوهم ویناوال په یاده غونډه کې شیخ صاحب امین الله ازره وال ؤ چې (زمونږ ملت یووالي ته اړتیا لري ) تر عنوان لاندې موضوع باندې رڼا واچوله :
ازره واال صیب زیاته کړه : ستر هدف د انسانیت په دنیا کې دا دی چې څرنګه خپل ځان او ټولنه له اور څخه وژغوري او د جنت مستحق وګرځوي ( فمن زحزح عن النار و ادخل الجنه فقد فاز ) الایه .
له اور څخه ، مشکلاتو او ستونزو څخه د خلاصون يواځینې لاره هغه یووالی او اتفاق دی ، یوووالی هغه مهال راتلی شي چې مسلمانان د ژوند اصلي هدف په سمه توګه وپېژني، ځګه چې په ټولنه کې يووالی وجود ولري نو ددې ښکارندوې ده چې د الله تعالی څخه ویره شتون لري ، او هر څوک بیا د زره زره حساب ورکونې ته آماده وي ، د اختلاف لامل نفسي خواهشات او شیطان دی ، دین یواځې څو عباداتو ته خاص کول نه دي پکار بلکې دین دمعلاماتو دین دي هر کله چې داسلامي امت د وګړو معاملات درست شول نو یووالی به رامنځ شي او د ستونزو څخه به خلاصون ومومي .
د فضل الدین سراجي او جواس سودايی لخوا ترانې او شعرونه تقديم شوې چې د ګډونوالو لپاره په زړه پورې وې.
د ننګرهار پوهنتون استاد سید احمد هاشمي د (فتن) په موضوع باندې هر اړخیزه رڼا واچوله او همدارنګه د په اسلام کې د اخیستلو او خرڅولو آدات تر عنوان لاندې موضوع د مولوی صاحب عیسی خان لخوا تقدیم شوه .
د اجتماع په دوهمه ورځ د جلال اباد دساحوی دفتر مسئول مولوي صاحب میر عباس ګوهري لخوا د سورت حجرات او د ژوند ادابو په اړه موضوع د اجتماع ګډونوالو ته وړاندی او همدارنګه د استاد عبدالرحیم صراف لخوا د اصحابو د ژوند بېلګې تر عنوان لاندی موضوع تقدیم شوه.
بیا د نجم پخواني رئیس دکتور رحمت الله زاهد وینا واوروله
دکتور صیب د خبرو په ترڅ کې وویل : جمعیت اصلاح د خپلو دینی ، فرهنګي اوټولنیز فعالیتونو په لړ کې د ا خپل وجیبه ګڼي چې ولسونه د دښمن له دسیسو خبر او ویښ وساتي او د جمعیت اصلاح اهداف يي دری نقطو کې خلاصه کړل :
۱ – د الله تعالی بندګي په پوره معنې سره پېژندل.
۲ – د خپل ژوند څخه منافقت او دوه رنګي لری کول.
۳ – د دنیا واګۍ د مفسدو خلکو څخه اخستل او نیکو خلکو ته سپارل .
د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح ( ولس څخه د جمعیت اصلاح غوښتنې ) موضوع په اړه وینا تر سره کړه
دکتور صیب زیاته کړه : د جمعیت اصلاح پیغام هغه پیغام د ی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو نژدی ملګرو صاحبه کرام و ته يې رسولې وه .
په صبر باندې وصیت کول، په خپل خان ، کورنۍ او ټولنه کې اساسي نیک بدلون راوستل ، اسلام د رحم او عاطفی د ین دی هر مسلمان مسئولیت لري چې ځان اوکورنۍ له اور څخه وژغوري په نیکیو امر وکړي او له بدې څخه خلک منع کړ ي ، دهر ډول ژبني،سمتي او مذهبی تعصب څخه ځان وساتي .د مشر ټاکنه د الله تعالی لخوا امانت دی دقت کول پکې پکار دي تر څو بې دینه خلکو ته واګې په لاس ور نه شي .
بیا د ننګرهار پوهنتون استاد او د ګمرک جامع مسجد خطیب مولوي صاحب محمد شریف رحماني( دافغانستان ستونزی او د ولسونو مسئولیتونه ) تر عنوان لاندې موضوع په اړه وینا تر سره کړه .
مولوی صاحب د خبرو په تر څ کې وویل : د هر څه نه مخکې د ولس ستونزو سرچینه افغانستان ته د کمونیستي بدرنګې پدیدې راتګ يې پېلامه وه ، د عقیدې او عمل تر منځ توپېر ، د زوال دوام ، دینی شعایرو ته په سپکه کتل ، عسکري تهاجم ، بی کفایته خلکو ته واګې سپارل، طبقاتي نظام تسلط ، جهل او ناپوهې چې په شعوري توګه تحمیل شوی، تفرق او بی اتفاقي ، قوم پرستي ، د علماؤ تر منځ مذهبی اختلافات جمعیت اصلاح هیڅکله هم داسې جزيی مسایلو اختلاف ته ځای نه ورکوي چې د صف جداوالی سبب وګرځي بلکې ځان لپاره لوی او بنسټیز اهداف ټاکلي تر څو دمسلمانانو د یو والي سبب وګرځي .
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصیر احمد نویدی وینا ګډونوالو ته تقدیم کړه
استاد زیاته کړه : لکه څرنګه چې د حج په مراسمو کې د یو امام په تکبیر سره ټول مسلمانان سره يو ځاي جماعت لمونځ اداء کوي نو اسلامي امت د یووالي یواځینې سمبول ګڼل کيږي، لیکن غرب هیڅکله هم نه غواړي چې دغه امت سره یو شي ، ځکه اوس لګیا ده اسلامي امت پرمختللي او تمدن لرونکي هېوادونه لکه عراق، شام ، سرویه مصر او اوس د ترکیې او سعودي پسی هم اخیستی ده ، ځکه چې اسلامي امت وګړو باندې غفلت او سستیا غالبه شوی تر څو چې جدي کار ونکړي نو اسلامي امت به د داخلی استبداد او خارجي استعمار څخه خلاصه نه شي .
د هر ډول تعصباتو مخه ونیسو د استعمار له ټولو دسیسو څخه ځان خبر کړو ترڅو وکولی شو چې اسلامي امت ته هغه برم او عزت بیرته اعاده کړ و چې يې له لاسه وکړی.
د سراجي صیب لخوا په زړه پورې ترانه تقدیم شوه.
په اخر کی دجمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول لخوا د پای وینا تر سره شوه چې ګډونوال ته يې د مننې تر څنګ خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل .
دجمعې مبارکه خطبه ولوستل شوه او اجتماع په دعائیه سره پای ته ورسید.
One Comment
حکیم الله عابد
ډیره په زړه پوری اجتماع وه