د پلچرخي سیمه ييز دفتر د روان کال (۱۳۹۵) د تلې په دوه ویشتمه نېټه د خپلو غړو لپاره د “فکري پرمختګ په لور” تر عنوان لاندې يوه ورځنُ تربیتي دوره په لاره اچولي وه.
دغه برنامه چې ویاندويي یې استاد عزیز ګل صافي کوله، د قاري صاحب رحمان ګل په ښکلي غږ د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د پلچرخي سیمه ييز دفتر مسؤول محترم مولوي غوث الدین په پرانیستی وینا کې راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو د برنامې موخې او د تربیتي دورو اهمیت تشریح کړې.
له دې وروسته لاندې استادانو په لاندې موضوعاتو درسونه وړاندې کړل.
1- استاد احمدالله مرشد صافی، د اخلاص او نیت تر عنوان لاندې.
2- د سلام پوهنتون استاد محترم حسبان الله متوکل، د د شلګوني اصول تر عنوان لاندې.
3- د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد مسؤول استاد عبدالفتاح جواد د جمعیت اصلاح لاسته راوړنې تر عنوان لاندې.
یاده تربیتي دوره چې د کابل پلچرخي سیمې د شهیدزي په خصوصي لیسه کې په لاره اچول شوې وه، د استاد عبدالهادي سروبي وال په هر اړخيزه دعا باندې پای ته ورسېده.