جمعیت اصلاح افغانستان د خپلو دعوتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل په ۱۲ ناحیه احمدشاه بابا مېنې په پروژه کې د قران پوهنې اوه ورځنی درس پیل کړ.
د قرآن کریم حقوق، عصبیت او توکم پالنه، د مومن غوره ځانګړنې او اخلاق، د اولادونو روزنه، له وطن سره مینه، په ټولنه کې د مسجد او ديني عالمانو نقش او د آخرت یاد هغه موضوعات وو چې قرآن پوهنې دورې په موده کی به د قرآن کریم او نبوی احادیثو په رڼا کې د شیخ القرآن احمد الله مرشد صافی لخوا ګډونوالو ته وړاندی شول.
د قرآني درسونو دا اوه ورځني دوره د تلې په لسمه د شنبې په ورځ پیل او د جمعې په ورځ پای ته ورسیده، چی هره ورځ د سهار په ۵:۴۵ پیل او پر۷:۰۰ بجو پای ته رسیده.
پروګرام چې د جمعیت اصلاح افغانستان د احمدشاه بابا مینې د سیمه ییز دفتر له لوري اداره کېده، د ښځو لپاره له پردې سره ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی و.
دغه اونیز پرورګرام چې د شیخ القران احمدالله مرشد صافي له لوري په مخ وړل کېده، د سیمې د اوسیدونکو، متنفذینو او علماو لخوا یې تود هرکلی وشو او د جمعیت اصلاح د ساحوی دفتر څخه غوښتنه وکړه چی دا او دې ته ورته اسلامي درسونه په احمد شاه بابا مېنه کې زیات کړي او په پای کې یی د هرډول همکاریو او ملاتړ څرګندونه وکړه.
د احمدشاه بابا مینې د علماو په استازیتوب شیخ القرآن احسان الحق حنیفی او د متنفذینو په استازیتوب قاضی عبد الجبار د دورې په وروستې ورځ د جمعیت اصلاح څخه د دا ډول برنامو د دایرولو نه مننه وکړه.
د قران پوهنې د دغه لنډ مهاله دوره کې هره ورځ سلګونو کسانو چې زیاتره یی ښځینه وې ګډون درلود .
استونکی : ثناالله ابراهيمي