اصلاح رسنیز ګروپ، رحیمزی
د هلمند ولایت ۱۲۰ جګړه ځپلیو او بې ځایه شویو کورنیو ته په لشکر ګاه ښار کې د احسان خیریه بنسټ له خوا تیاری شوی د خوراکی موادو مرستیې ووېشل شوې.
د احسان خیریه بنسټ دغه مرستې نن دوشنبه د سنبلې لومړۍ نېټه په داسې حال کې اړو کورنیو ته ووېشل شوې چې دهلمند والي حیات الله حیات، د ولایتي شورا رییس کریم اتل او ولایتی ادارې او ولایتی شورا یو شمیر غړيو په صحنه کی حضور درلود.
احسان خیریه بنسټ له تیرو څه باندی دریو اونیو را پدیخواه د هلمند له جګړه ځپلیو سره د مرستو را ټولولو یو عمومي کمپاین پیل کړی و چې په ترڅ کې یې د هېواد نه بهر او په کور د ننه خیر خوښونکو افغانانو له دې جګړه ځپلیو سره خپلی مرستی د احسان خیریه بنسټ ته وسپارلې چې نن په لومړني فرصت کی ددغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه جګړه ځپلیو ۱۲۰ کورنیو ته د لښکر ګاه په ښار کې وویشل شوې.
د احسان خیریه بنسټ، اجرایوي مشر استاد نور محمد عطایی، اصلاح رسنیز ګروپ ته وویل چې پدې مرستو کې لومړني خوراکی توکي لکه غوړي، ورېژې، لوبیا،بوره او چای شامل وو چې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کی پر مستحقو کورنیو وویشل شوې.
د احسان خیریه بنسټ اجرایوي مشر په امریکا له مېشتو هغه افغانانو او همدارنګه د هرات له ښاریانو هم مننه وکړه چې د هلمند جګړه ځپلیو ته یې د خوراکي توکیو په برابرولو کی له دغه بنسټ سره مرسته کړې ده.
د هلمند والي حیات الله حیات د مرستو ویشلو د غونډې په ځای کې په داسې حال کی چی د احسان خیریه بنسټ او جمعیت اصلاح له مشر تابه څخه یې ددې نیک اقدام له امله مننه وکړه، له جګړه ځپلیو هلمندیانو سره ددې ډول نورو مرستو غوښتونکی هم شو.
د احسان خیریه بنسټ چارواکي وایي چې دوی د خپلو سیمه ییزو رضاکاره همکارانو پر مټ، تر دې وړاندې د لشکر ګاه په ښار کی هستوګن د بېلابېلو ولسوالیو څخه بې ځایه شوي کډوال سروي کړي و چې د همدې سروي په پایله کې نن ورته د خوراکي توکو دغه لومړنۍ مرستې ووېشل شوې.
په لښکر ګاه کې میشتو د هلمند جګړه ځپلیو کورنیو د احسان خیریه بنسټ له دغه مرستو مننه وکړه او د سختیو پدې شپو ورځوکې یې دغه مرستې د ځان لپاره غنیمت وګڼلې.
هلمندي جګړه ځپلیو له حکومت او نورو خیریه بنسټونو څخه هم د همدې ډول مرستو غوښتنه وکړه او ټېڼګار یې وکړ چې د کډوالی سختې شپې ورځې تېروي.
د یادونې وړ ده چې احسان خیریه بنسټ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کی د رضا کاره همکارانو په درلودلوسره، تل له کډوالو، د جګړې او طبیعي حوادثو په پایله کې له بې ځایه شویو افغانانو او نورو بې وزله او اړمنو هېوادوالو سره مرستې کړې دي چې د خلکو له خوا په ډېره خوشحالی استقبال شوې دي.
One Comment
Abdul Ahad Heykal
از نهاد خیریه احسان قدر دانی میکنم و از خداوند متعال آرزوی موفقیت هرچه بشتر تان را خواهان هستم واقعآ ثابت ساختید که شما دلسوزان برای این سرزمین هستید.