اصلاح رسنيز ګروپ: عبدالله حامد
په همدې پار جوړه شوې غونډ د ۱۳۹۵ لمريز کال د زمري ۲۶ مه نېټه سه شنبې ورځ مازديګر ۴ بجې په جلال آباد ښار د جمعيت اصلاح سيمه ءيز دفتر کې د قاري صاحب عبدالله نوري لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو تلاوت ، عبدالصبور مبارز او شېرازخات اتل په وينادويۍ سره پېل شوه.
پرانستونکي ويناد د جمعيت اصلاح ختيځ زون مسئول استاد عبدالرحيم صراف واوروله استاد راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کلېزې مبارکي ټولو ګډونوالو او داصلاح غږ راديو اورېدونکو ته وويله صراف صيب زياته کړه چې اصلاح غږ را ډيو تر د ې ځايه رسېدو کې د ولسونو وڼده ده.
دوهم ويناوال د اطلاعات او فرهنګ سرپرست رئيس شېرشاه همدرد ؤ چې د ژونالېزم او رسنيو اصول ، ارزيابی او تعقيب په موضوع يي خبرې وکړې.
او له اصلاح غږ راډيو څخه يې خوښي په دې اساس وښودله د چې ژوناليزم اصول يې مراعات کړي خپرونې يې معياري او د فعاليت ټول جوازونه يې تر لاسه کړي.
دريم ويناوال د جمعيت اصلا ح د نشراتو مسئول استاد عبدالظاهر حميدي ؤ چې دجمعيت اصلاح رسنيزبهير ته يې لنډه کتنه وکړه حميدي صيب زياته کړه چې په هرات کې تلويزون ، کابل ، ننګرهار ،کندزاومزارشريف کې راډيوګانې، چاپی رسنۍ لکه قافله، ملي اصلاح، معرفت، ژوند او داسې نور مجلې اصلاح انلاين ويب پاڼه او سوشل مېډيا کې جمعيت اصلاح فعال حضور لري.
د اصلاح غږ ر ايو مسئول استاد محمد ګلاب توحيديار د اصلاح غږ راډيو موخې او اهدا ف په لاندې توګه بيان کړ:
۱ ملي وحدت او يوالي راوستل او ټينګول .
۲ دديني اوملي فرهنګ خپراوی .
۳ دهېوادهراړخېزې اصلاح ته کارکول.
۴ اداري اواخلاقي فساد سره مبارزه .
۵ دمخدره توکو دکښت او قاچاق سره مبارزه .
۶ دتنکيوځوانانو اونوو ځوانانو شخصيت جوړونه .
۷ دعامو خلکو دعلمي او دينې کچې لوړول .
۸ دبې حيايې ،رشوت ، قمار فحشا اونورو غېرې اخلاقي کړنوسره مبارزه.
۹ دوګړو دسالمې روحي روزنې لپاره بوختونکي (تفريحي) خپرونې .
۱۰ دهېوادپه دننه او بهر کې دغونډو،کانفرانسونواو سېمنارونوپايلې وړاندې کول .
۱۱ علمي،ادبي،فرهنګي،اومعلوماتي اثاراو نورګټورمواد وړاندې کول .
۱۲ ددولتي اوغېردولتي فعالوادارو ترمنځ اړېکې ټېنګول .
۱۳ دماشومانو،ښځواومعلولينولپاره ګټورې خپرونې خپرول.
۱۴ له هرډول نېژادي،سمتي،ژبني،قومي،مذهبي اوقانون ماتونکي تبعيض سره مبارزه. او همدارنګه يې د اصلاح غږ راډيو يو کلن راپور ګډونوالوته تقديم کړ.
دعبدالمالک مظلوميار، احمد شاه دراني اوطايف عالي لېسو د ترانې ټيمونو لخوا په زړه پورې ترانې تقديم شوې چې د ګډونوالو لپاره زړه پورې وې.
د اوريدونکو له جملې څخه محترم قاضي صاحب محمد انعام فائق ، ليکوال ژوناليست نور حبيب حبيب زي او له خوست نه راغلي مېلمه مولوي صاحب عبدالقدير فيضي خبرې وکړې چې له جمعيت اصلاح څخه يې مننه وکړه او زياته يې کړه چې داسې راډيو يې تاسيس کړې ده چې په کورونو کې د مدرسی، مکتب ، روغتون او منبر حيثيت لري . په پای کې د اصلاح غږ راډيو فعالو کار کونکواو هميشه نيواوريدونکو ته ستاينليکونه، مننليکونه او نورې ډالۍ وويشل شوې او غونډه په دعائې سره پای ته ورسېده .