د جميعت اصلاح د جلال اباد شعبې مربوط د فاميلو په سيمه کې د جمعيت اصلاح غړو، همکارانو او همفکرانو اجتماعي افطار ترسره کړ، ياد افطار د روان ۱۳۹۵ هـ ش کال د سرطان د مياشتې په اوومه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شو.
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي او د سلام پوهنتون استاد محمد نعيم جليلي د افطار نه مخکې د افطار ګډونوالو ته وينا واوروله.
ياد افطار کې د جمعيت اصلاح د غړو، همکارانو او همفکرانو څخه نږدې ديرشو تنو ګډون کړی وو.