د رمضان د میاشتی په پینځمه نیټه دننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارک د لوي کلی په جامع جومات کی دجمعی دلمانځه په وخت کی یو خطرناکه بمي چاودنه وشوه چی پکی د مسجد د ملا امام په شمول دری تنه شهیدان او د اتیا څخه زیات زخمیان شو او په کلی کی یی ډیرلوی ناورین رامنځ ته کړ.
د روداتو ولسوالۍ د جمعیت اصلاح څانګي لخوا د روداتو ولسوالی په ټولو کلو کی د مالي همکارۍ کولو یوکمپاین په لاره واچول شو چی دغه کمپاین د ولسونو لخوا د هرکلي سره مخ شو، چې په نتیجه کی یی دوه لکه شپاړس زره پاکستانۍ کلدارې راجمع شوی،
د ذکرشویو مرستو دتوزیع لپاره درمضان دمیاشتی په پنځلسمه ورځ د روداتو ولسوالۍ دقلعه میرجي په کلي کی غونډه ونیول شو،
غونډه د ماسپښین په دوه بجو د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه دتلاوت څخه وروسته استاد عبدالله نصرت دجمعیت اصلاح په نماینده ګۍ خبری وکړی دتسلیت یو پیغام يې وړاندی کړاو دټولو هغه خلکو څخه يې مننه وکړه چی پدی برخه کی له همکاري کړی او د جمعیت اصلاح په ورونو یی اعتمادکړي وه.
وروسته دسیمی دعلماو په استازیتوب مولوي صاحب قوت خان او مولوي صاحب خان محمد عالمانه وینا واوروله دجمعیت اصلاح د ورونو له دی ابتکار څخه یی ډیره زیاته ستاینه وکړه او ويې ویل چی دایو ډیر سترکارو چی دجمعیت اصلاح لخواپه سیمه کی پکارواچول شو.
په پای کی اړو افرادو ته مرستي وویشل شوي او غونډه په دعاسره پای ته ورسیده.