اصلاح رسنیز ګروپ – عبدالله حامد
د رمضان استقبال کنفرانس د ننګرهار اصلاح غږ راډیو مسئول محترم استاد محمد ګلاب توحیدیار په ویاندویۍ اود قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پېل شو .
پېلیزه وینا د جلال آباد څانګې مسئول محترم مولوي صاحب میر عباس ګوهري لخوا تر سره شوه مولوي صاحب راغلو میلمنو ته ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه چې رمضان د رحمتونو، مغفرت او له اور څخه د خلاصون میاشت ده ، د کنفرانس موخه او هدف داده چې څرنګه مونږ او تاسو خپل عزم او ژمنه بیا له سره تازه کړو او ددغه مبارکې میاشتې چې کوم روح دی هغه راژوندې کړو.
لومړی ویناوال محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي صاحب سید حکم قمري ؤ چې د رمضان المبارک میاشتې فضایل او ځانګړتیاؤ باندې يې تفصیلی خبری وکړی.
مولوي صاحب زیاته کړه : رمضان د صبرمیاشت ده ، د صبر بدله او عوض جنت ده ،دا میاشت د همدردۍ ، د رزق د زیاتوالي او د ګناهونو د بخښلو میاشت ده ، په حدیث پاک کې راځي چې الله تعالی فرمايی : رمضان زما لپاره دی او زه ئې اجر ورکوم .
په رمضان سره نفساني او شهواني غوښتنی کنترولیږي، د دغه میاشتې عظمت باید وساتل شي ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هغه چا لعنت ویلی چې رمضان میاشت تېره شي او ده ته مغفرت ونشي .
د روژې مبارکه میاشت د تجارت بهترینه موقع ده ، باید پکې اخرت لپاره کار ترسره شي ، چې په زیاته اندازه غزوات هم په دی میاشت کې ترسره شوي.د اسلامي امت د نظم او ډسپلین ښکارندویه میاشت ده ځکه چې ټول اسلامي نړۍ په یوه ورځ روژه کیږي .
د کنفرانس د وهم ویناوال د امام ابی یوسف عالي دارالعلوم مدرس شیخ القرآن محترم مولوي صاحب محمد امین ازره وال ؤ چې رمضان د چمتووالي میاشت تر عنوان لاندې موضوع باندی خبری وکړی .
شیخ صاحب زیاته کړه : د رمضان رارسیدو څخه مخکې باید مسلمان هر قسم تیاری ولري ( نفسي او عملي چمتووالی ، دعوتي او مبارزې چمتووالی ، مادي چمتووالی او رزوانه چمتووالی )
نفسي او عملی چمتووالی باید مسلمان توبې ته ځان آماده کړي، د خپل نفس سره هر قسم محاسبه کول چې مخکینۍ روژه کې ترې کومې نیمګړتیاوی شوي دي ، او د تیر رمضان حقوق اداء کول .
نوموړي د دعوتي مبارزې چمتوالي څخه یادونه وکړه چې زیاتره غزوات لکه بدر او نور غزوات په رمضان کې ترسره شوي ، د اسلامي امت غم باید په رمضان کې له نورو وختونو څخه زیاته له ځانه سره ولرو، د الله د دین د خپراوي لپاره خپل وخت ، مال او استعداد په لاره واچوو د اختلافی فقهي او جزئي مسائلو څخه باید په جدي توګه ځان وساتو او په امت کې د یووالي او اتحاد راوستلو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړو.
مادي استعداد باید مسلمان د نورو مسلمانانو سره مرسته ترسره کړي ، او له حرامو څخه ځان وژغوري .
او په رمضان کې روزانه چمتووالي څخه یا دونه وکړه چې د شپې لخوا د تراویحو په صحیح توګه اداء کول، تهجدو ته پاڅیدل ، روزانه تلاوت کول، د لیله القدر شپې غوښتنه له الله تعالی څخه کول، سهار او ماښام اذکارو لوستل ، د رمضان میاشت د فقهي مسائلو زده کړه ترسره کول، روزانه مالي چمتوالی ، او اړو خلکوته د روژه ماتې تیارول .
کنفرانس د ننګرهار پوهنتون استاد او د ګمرک جامع مسجد امام محترم مولوي محمد شریف رحماني په دعائیه سره پای ته ورسید .