اصلاح رسنیز ګروپ – عبدالله حامد
د ۱۳۹۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹ نېټه ماسپښین ۳ بجې د جلال آباد ښار پنج ستاره هوټل کې د اکرام الله واحدي په ویاندوی او د محترم قاري صاحب عبدالله نوري لخوا د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره پېل شو.
پیلیزه وینا د جمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول محترم استاد عبدالرحیم صراف لخوا ترسره شوه استاد راغلو میلمنو د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه چې اسلام دین د بعثت د له پېل څخه تمدني پروسه له ځانه سره لري هغه ټول ظلمونه او وحشت چې په جاهلیت کې وجود درلود د اسلام له راتګ سره له منځه ولاړ اوس هم که چېری مسلمانان خپل اسلام دین په شمولی او سمه توګه وپېژني نو د ستونزو څخه د خلاصون لاره یواځي اسلام دین دی.
استاد دخبرو په ترڅ کې وویل چې اسلامي تمدن او غربی تمدن هیڅ د پرتله کولو وړ نه دی ځکه چې د خلفاء راشدین سیرت ته که مراجعه وشي نو ډیرې بیلګې لیدل کيږي چې هغوی د امت خادمان ؤ اما د غرب واکداران بیا ولس د ځان غلام بولي.
جمعیت اصلاح قیادت او افراد هم د اسلام دین د هر اړخیز او شمولي کار باندې تکیا لري او هیڅ قسم په جزئي او وړو مسائلو کې ځان نه ښکیل کوي بلکې خپل ځان لپاره هغه لومړیتوبونه ټاکلی چې امت ورته له هر څه مخکې اړتیالري .
د کنفرانس دوهم وینا وال دجمعیت اصلاح مرکزي شورا غړی او د سلام پوهنتو ن استاد محترم محمد نعیم جلیلی ؤ .
جلیلی صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : اصلی جګړه د تمدن جګړه ده ځکه چې د انسان فکر ورسره ویشل کیږي ، داسلامي ټولنې د نورو شیانو تر څنګ فکر هم له بل ځای څخه واردیږي، او همدغه وجه ده چې زمونږ ځوانان د ژوند ټولو مسائلو حل د غرب په تمدن کې ګوري حال دا چې الله تعالی ته خوښ دین هغه اسلام دین دی .
تمدن څه شی دی ؟؟؟ پد ی اړه علماؤ دری نظره لیکلی
۱ – مدنیت : مادي لاسته راوړنی دي چې مختلفو اقوامو لاس ته راوړي دي
۲ – فرهنګ : هغه لاری چارې چې معنوي حیثیت د قومونوپرې پیژندل کیږي .
۳ – تمدن : د مدنیت او فرهنګ مجموعې څخه عبارت دی .
اسلام دین د تمدن دین ځکه دی چې مادي او معنوي برخو کې لارښونې او پرمختګونه لري خو تاسف سره ووایو چې تاریخ پوهانو د مسلمانانو په هکله تیرې کړی دی ځکه چې یواځې د جګړو تاریخونه يې اخستې او نور پرمختګونه او ځانګړنې چې په هندسه ،ریاضیات ،اقتصاد، فرهنګ او په تمدني برخو کې څه تقدیم کړي له هغو سترګې پټې کړي ، دمشق، مصر عراق او نور ځایونو کې ډیرې مدارس موجودؤ چې د غرب څخه به خلک زده کړې ته راتلل .
اسلام اوس هم د قیادت وړ دین دی ځکه چې پکې انسان مکرم او عزتمند دی مسلمان د توحید عقیده له ځانه سره لري ، اوچتوالی په ژبه، خاوره اوقومیت سره نه بلکې په توحید او تقوی سره دی .
اسلامي تمدن عبادات یواځې په جماعتونو کې نه منحصر کوي بلکې اسلام دین د ژوند په ټولو برخوکې شامل ګڼي اقتصاد ، فرهنګ ، عسکریت وغیره ، هر چا چې نوی شی اختراع کړ او نورو وګړو ته ورڅخه فایده رسیږي نو هغه ته به الله تعالی تر قیامته پورې اجر ورکوي .
اسلامي ټولنه کې مدنیت هدف نه بلکې یوه وسیله ګڼل کیږي نو زمونږ د ټولو مسئولیت جوړیږی تر څو خپل ځوان نسل ته دغه روحیه ورکړو چې اسلام دین د ترقی دین دی، د هر څه حل يواځې په اسلام دین کې لیدل کیږي ترڅو زمونږ ځوانان د غرب څخه متاثره نه شي.
د کنفرانس دریم ویناوال د جمعیت اصلاح مرکزي شورا غړی اود ننګرهار پوهنتون استاد محترم دکتورصاحب نجیب الله صالح ؤ
دکتور صاحب زیاته کړه چې : دغه قرن د مسلمانانود خوځښت قرن ګڼل کیږي ، غرب د نړیدو په لور روان دی ځکه چې خپل معنویت له لاسه ورکړی مسلمان نسل نور پدی پوهیدلی چې اسلام دین د رهبرۍ او قیادت دین دی ، نو جمعیت اصلاح هم دغه هوډ کړی چې د یو منظم پلان له لاری د اسلام دین شمولی فکر خپل مسلمان ولس ته و رسوي پدغه لړ کې د ځوانانو لپاره او عام ولس لپاره ځانګړې برنامې او پروګرامونه لري .
اصلاح له افرادو پیل ، په دوامداره توګه د اسلام تاریخ او علومو مطالعې سره او بیا دتمدن په لور ګام اخلي، په عملی اړخ کې په قوي ایمان باندې ولاړ دی ، د سیاست او دین تر منځ هیڅ قسم توپیر باندې عقیده نه لري بلکې سیاست او دین جداوالی د غرب دسیسه بولي، اسلام دین یو شامل کامل دین دی دیو ځانګړی عمل پر خلاف عکس العمل نه بولی بلکې د ژوند په ټولو برخوکې شامل ګڼي .
جمعیت اصلاح د ځوانان د راویښونی لپاره د (نهاد جوانان مسلمان ( نجم ) په نامه ټولنه لري له ګډونوالو يې هیله وکړه چې خپل ځوان نسل ورسره وتړي .
دکتور صاحب د خبرو په ترڅ کې پر مدني ټولنو غږ وکړ چې دغر ب لمنه دې پریږدي ، په واقعي توګه د مدني حرکتونو ممثل شي مدني حرکتونه یواځي په د فترنونو جوړولو نه بلکې د ولس غږ په واقعي توګه راپورته کول او بیا د حل لاری چارې لټولو سره مدني فعالان پرمختګ کولی شي .
د خویندو په برخه مونږ پروګرامونه لرو تر څو وکولی شو چې ښځینه طبقه د دین سره وتړو ، خو متاسفانه باید ووایو چې غربي تمدنی پروژی د ښځو حقوقو په نامه بې دیني خپروي ،
اسلام دین ښځی ته څومره لوړ مقام اوعزت ورکړی ، د ولسونو بیداری ، د سیاسي احزابو سره په ګډه کا ر کول ، دخیریه کارونو لپاره د احسان خیریه ټولنه مو تاسیس کړي تر څو د مصیبتونو او زلزلو پر مهال د بی وزلو سره مرسته او لاس نیوی وکړو، د طب، تعلیم او رسنیو په په برخه کې هم مونږ ټولنې ته خدمات وړاندی کوو.
کنفرانس د ننګرهار د علماؤ شورا رئیس محترم مولوی حمیدالله په دعا سره پای ته ورسید .