راپور: مولوي عبدالله حليم
په ننګرهار ولايت کې دالفلاح دنجونو په ديني مدرسه کې دښيځنه مفسرې له لورې دلسم ټولګي ۳۵ تنو زده کوونکو او دشپږم ټولګی ۴۲ تنو زده کوونکوته د قران کريم دناظرې درسونو دختم په وياړ شانداره غونډه دروان کال دثور دمياشتې په ۱۵ مه دچهار شنبې په ورځ سهار اته بجې شروع او ماسپښين يوه بجه پای ته ورسېده.
غونډه دقران عظيم الشان دڅومبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه،دمدرسې استادانو په ورسپارل شوو موضوعاتو هراړخيزې او تفصيلي ويناوې وکړې، ديادې مدرسې دزده کوونکو بېلابېلې خوندورې ترانې زم زمه کړې چې دګډونوالو دخوښې وړ وګرځېدې ،دقران کريم ختمانه داستاد نازدانې لخوا ترسره شوه.
په غونډه کې دمدرسې دزده کوونکو،جمعيت اصلاح اړوندکورنيواو دنېژدې سيمو څخه 350 شا او خوا کورنيو ګډون کړی وو. دعونډې ګډونو ال ډېر خوښ بريښيدل دمدرسې له ادرارې،استادانو او دجمعيت اصلاح له مشرتابه يي دزړه له تله مننه وکړه او دورته پروګرامونو دلا زياتيدو هيله يي وکړه.
ديادولو وړده چې الفلاح دنجونو ديني مدرسه په ختيځه سيمه ننګرهار ولايت کې يواځېنۍ ديني مدرسه ده چې دبشپړ خځينه چاپيريال په درلودلو سره دخويندو لپاره دلسانسه استادانو له لوري درسي خدمات وړاندې کوي.