د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ کې نوی کال د سیرت النبی په سیالۍ او د سیرت النبی په غوڼډو پیل شو، کومې چی د اسلام خیریه بنسټ په مالي لګښت او د جمعیت اصلاح افغانستان په مرسته او همغږۍ تر سره شوې.
لومړۍ غونډه تیره اونۍ د یکشنبې په ورځ د څوکۍ د نجونو په لیسه کې ترسره شوه.
د غوڼډې لومړی ویناوال د کونړ ولایت د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد مسؤول قاضي رحمت الله حیدرزی و چی د سیرت النبي د لوستولو او ګټو او همدارنګه د ازموینی په شفافیت یی رڼا واچوله.
وروسته په ولسي جرګه کې د کونړ استازي او د څوکۍ د عالي دارالعلوم مؤسس محترم مولوي شهزاده شاهد هر اړخیزه وکړه.
غونډی درېیم ویناوال د څوکۍ ولسوالۍ د نجونو د لیسي مدیر ؤ چې د دغې سیالۍ د دایرولو له امله یې مننه وکړه او هم یی په شپیتو تنو ممتازو کډونوالو ډالي وویشلې.
په همدې ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د څوکۍ عالی دارالعلوم د یوې بلې لويې او پرتمینې غونډې کوربه ؤ چې لسګونو کسانو پکې ګډون درلود.
غوڼډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، له تلاوت وروسته د جمعیت اصلاح د کونړشعبې د دعوت او ارشاد مسؤول قاضي رحمت الله حیدرزي د سیرت النبی د سیالۍ پر اهمیت، د سیالۍ پر څرنګوالی او د غونډې پر اهدافو رڼا واچوله.
وروسته د څوکۍ د عالي دارلعلوم مدیر مولوي صاحب عمر خان صادق غوڼډې ته وینا وکړه. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت پر اهمیت یې رڼا واچوله.
د سیرت النبی د غونډې بل ویناوال د اسعدآباد اړوند د ډنډونو د دارالعلوم مدیر مولوي محمد اجمل ؤ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صفاتو یی خپله وینا واوروله.
وروسته د نرنګ ولسوالۍ د سیدجمال الدین د روزنتون یو تن شاګر عارف الله په ښکلی غږ یو نعت شریف وړاندې شو.
د غونډی بل ویناوال د جمعیت اصلاح د ننګرهار ولایت مسؤول مولوی صاحب میرعباس ګوهری ؤ چی په خورا مفصله توګه یی د سیرت النبی پر اهمیت او لوستلو خبرې وکړې.
همدا راز د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤول استاذ عبدالرحیم صراف هم یادې غوڼډې ته وینا وکړه او له ځوان نسل نه یې غوښتنه وکړه چې د رسول الله پر سیرت عمل وکړي او یوازې د سیرت پر لوستلو بسنه ونه کړي بلکې هغه په خپل ژوند کې عملي کړي.
په ولسی جرګه کې د کونړ استاذي مولوي شهزاده شاهد د غوڼډې بل ویناوال ؤ چې له سیرت نه د الهام اخیستنې او یووالي یې خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې هم دا رنګه غوڼډې تر سره شي.
په پای کې د سیرت د سیالۍ ۳۰ تنو بریالیو ګډونوالو ته ډالۍ او جایزې ورکړل شوې.