اصلاح رسنیز ګروپ – عبدالله حامد
د ۱۳۹۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲ دوهمه نېټه دوشنبې ورځ ماسپښين دوه نیمې بجې په جلال آباد ښار عیدګاه مسجد کې د اصلاح غږ راډیو محترم مسئول محمد ګلاب توحیدیار په ویاندوی او قاري صاحب انعام الحق لخوا د قرآن کریم په څومبارکو ایتونو تلاوت سره پيل شو
پېلیزه وینا د جمعیت اصلاح افغانستان ننګرهار څانګې مسئول محترم مولوي صاحب میر عباس ګوهري تر سره کړه چې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنې په اهمیت خبرې وکړي، مولوي صاحب زیاته کړه :
په ټولنه کې د ټولو ستونزو یواځینې لامل هغه ناپوهي ده ، که چېرې غواړو ټولنه د پرمختګ په لور روان شي نوباید دا هوډ وکړو چې راځئ په ګډه د جهل تغر راټول او پر ځای د علم ډیوې بلی کړو ځکه چې اسلام دين خپل پیغام په ( اقراء ) لفظ سره پېل کړی او دعلم زده کړه ېی په هر مسلمان نارینه او ښځه باندې فرض کرځولی ، او په مسئولینو باندی غږ وکړ چې دپوهنې معیار لوړولو لپاره رغنده ګامونه واخلي .
د غونډی لومړی ویناوال د مجمع علمي علماء افغانستان مسئول محترم مولوی صاحب عبدالصبور ؤ چې په ( اسلام کې د ښوونکي مقام او مرتبې ) موضوع باندې هر اړخیزې ویناوی ترسره کړی.
مولوی صاحب د خبرو په ترڅ کې وویل : د ملتونو پرمختګ په پوهنې سره کیدلی شي ، هره ټولنه چې د ښوونکې مقام او مرتبه پېژنې هغوی د ترقی او پرمختګ کوم حد ته رسیدلی، حدیث پاک کې راغلی چې : پیغمبرانو (علیهم السلام ) دینار او درهم نه دی پریښی بلکې علم او پوه يې پریښی ده ، چا چه ورڅخه واخیست نو لویه برخه ئی واخیستله او څوک چې د پوهې څخه بې برخې شو نو له ټول خیر څخه بې برخې شو. علی کرم الله وجهه فرمايلي : چاچې یو حرف ماته وښوده نو هغه زما مولا دی .
غرب هم ښونکي مقام ته پاملرنه کوي لیکن دا ډیر د تاسف ځای دی چې غرب څخه متاثره شوي افراد بیا د ښونکې هغه مقام او مرتبی ته قایل نه دي .
د تعلیم سره تربیه ډیره اړینه ده ، تربیه هغه مهال راتلی شي چې په دین باندې پوهه ولرو لیکن په اوسنې درسي نصاب کې دیني مضامین ورځ په ورځ کمیږي چې دا ډیر د اندیښنې وړ خبره ده ، د دی تر څنګ چې پوهنه تر لاسه کړئ په خپل فن کې تخصص کول پکار دي ، تر څو وکولی شو چې د پوهنې په وسیله خپله ټولنه د پرمختګ په لور بوځو .
د محترم مولوي صاحب وینا څخه وروسته خوږ ژبۍ ترانه ویونکی مشهور په ( ننګرهار بلبل) محترم قاري صاحب فضل الدین سراجي په خواږه اواز ګډونوالو ته دمعارف ترانه تقدیم کړه چې ګډونوالو لپاره په زړه پورې وه.
بیا د سیاسي چارو شننونکی او د سیمه ایزو او استراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئيس محترم دکتور صاحب عبدالباقي امین چې ( اوسني درسي بهير ته ځغلنده کتنه ستونزې او حل لارې ) موضوع په اړه هر اړخیزی ویناوی تر سره کړی .
دکتور صاحب زیاته کړه چې : چې په نړۍ کې پوهنې وزارت تر څنګ د تربیی عنوان هم نغښتی وي او د لوړو زده کړو وزارت سره د څېړنې کلیمه یو ځای ده لیکن زمونږ دواړه وزارتونه دغه نیمګړتیاوی لري، په افغاني ټولنه کې تعلیمي ساحې باید په ګوته شي چې په کومه برخه کې متخصصینو ته اړتیا لرو په هماغه اندازه متوازن شکل سره پر مخ ولاړ شو ، تر څو چې متوازن تعلیم شتون ونه لري نو وګړو ته دکار زمینه دولت نشي برابرولی ، د کار او تعلیم تر منځ رابطه یود بل تکمیلونکي رابطه ده ، د دیني مدارسو په چوکاټ کې پوهنه او د تدریسي بهېر ځواب ویونکی نه دی ؟ ځکه چې د د یني مدارسو فارغین د دین بعضو مسائلو په اړه تحلیل کولی شي خو لیکن د ټولنې سیاسي او اقتصادي او ټولنیز اړخ کې د تحلیل کولوپه برخه کې نیمګړتیاوی لیدل کیږي . دا زمونږ د ټولو په ګډه مسئولیت دی چې د ټولنې په جوړونه کې په ګډه کار وکړو تر څو د خپل هېواد له هغه ټولو مفاسدو څخه وژغورو چې اوس ورسره مخامخ یو .
د دکتور صاحب هر اړخیز وینا څخه وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړونده د تیاتر ګروپ لخوا د پوهنې په اړه جوړه شوی تمثیلی پرجه ګډونوالو ته تقدیم کړه چې د حاضرینو لخوا ډیر زیات تقدیر شوه .
د تمثیلی پرچې څخه وروسته د ننګرهار پوهنې ریاست په استازیتوب تدریسي مرسیتال محترم استاد اول ګل ابوزاهد وینا تر سره کړه چې د جمعیت اصلاح افغانستان ټولو فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او په ځانګړی توګه (پوهنه د پرمختګ راز) دغه علمي کنفرانس يې د پوهنې سره د پیوستون په برخه کې یو نیک قدم وبله.
په اخر ه کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم ) پخوانی مسئول محترم دکتور صاحب رحمت الله زاهد د نجم لخوا (۱۰۰۰۰۰ ) سل زره کسیز سیالي یادونه وکړه او په ټول ملت غږ وکړ چې په دغه سیالي کې له نجم سره همکاري وکړی خپل بچیان په دغه سیالی کې د ګډون کولو لپاره وهڅوي او خپل مالي امکانات هم ونه سپموي . کنفرانس د دکتور صاحب په دعائیي سره پای ته ورسید .